د سوله غوښتنې ولسي خوځښت غړي د چهارشنبې له غرمې وروسته په کابل کې د امریکا سفارت په وړاندې سره راغونډ او دې سوله غوښتنې شعارونه یې سره ورکړل.
د دغه خوځښت مشر اقبال خیبر وايي:«موږ له هغو افغانانو چې په امریکا کې هم دي هیله لرو چې لاریون ترسره کړي او د سولې دا پیغام د امریکا خلکو ته هم ورسوي ترڅو د دغه هېواد مشرتابه په افغانستان کې د جګړې پای ته اړ شي.»
دوی د ملګروملتو دفتر مخې ته په دریمه ورځ په یوه لیک کې خپلې غوښتنې بیان کړې ترڅو د دې سازمان مرکز ته د ملګروملتو سازمان عمومي منشي ته ورسول شي.
د دې لیک مهمه برخه دا ده چې د ملګروملتو سازمان باید په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي په وړاندې چوپتیا غوره نهکړي.
دغه لیک د دې سازمان یوه استازي ته سپاري، له هغې وروسته له دې ځایه حرکت کوي او د سولې پيغام د رسولو په موخه په کابل کې د امریکا د سفارت په لور روانېږي.
د دغه لیک په یوې خبره کې راغلي دي:«د افغانستان خلکو د افغانستان د جګړې په اړه د ملګرو ملتونو سازمان له کړنو ناراضه دي او د دغې جګړې د پای لپاره باید عملي ګامونه پورته شي.»
دوي هره دروازه ټکوي ترڅو د سولې غږ ټولو ته ورسوي.
د سوله غوښتنې ولسي خوځښت یو بل غړي زمري ځلاند څرګنده کړه:«دا حرکت به تر هغه دوام پیدا کړي ترڅو افغانستان سولې ته ونه رسېږي او موږ له خپلو دغو هڅو نه ستومانه کېږو.»
د دې حرکت غړي د پلازمېني ډیپلوماټ مېشتو سیمو ته له تلو سره د امریکا سفارت مخې ته رسېږي.
ټاکل شوې د دې حرکت غړي درې ورځې په کابل کې د امریکا د سفارت په مخکې د سولې غږ پورته کړي، د دې کاروان غړي امریکا د افغانستان په جګړه کې اصلي ښکېل لوری بولي او له دغه هېواده غواړي په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسولو پروګرام په لومړیتوب کې راولي.