Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیاسي بهیرونه: حکومت د مذاکراتو د پيل لپاره یو لیدلوری نه لري

ځينې ګوندونه او سیاسي بهیرونه وايي چې په داسې حال کې چې پتېیل کېږي د افغانانو ترمنځ مذاکرات به ډېر ژر پيل شي، خو افغان حکومت د دغو مذاکراتو د پيل لپاره واحد لیدلوری نه لري.

دغه سیاستوالان د ملي روغې جوړې عالي شورا د معرفۍ او تشکېل پر څرنګوالي د ولسمشر غني او د دغې شورا رییس عبدالله عبدالله ترمنخ اختلافونه، د اندېښنې وړ ګڼي او د سولې پربهیر د هغه د ناوړه پایلو په هکله اندېښمن دي.
 
د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني په دې اړه وايي:«د دغو اختلافونو دوام له بدبختۍ پرته بل څه له ځان سره نه لري او بدبختي موږ کاږو نه ډاکټر صاحب عبدالله او نه هم ډاکټر صاحب اشرف غني.»

شپږ ورځې وړاندې ولسمشر په یوه فرمان کې ۴۶ تنه جهادي او سیاسي څېرې د روغې جوړې د عالي شورا د غړو په توګه اعلان کړې، خو ښاغلي عبدالله دا کسان ونه منل او دا کار یې د روغې جوړې د عالي شورا له صلاحیتونو وباله.

خو ولې ښاغلي عبدالله تر اوسه د روغې جوړې د عالي شورا د اعلانېدو لپاره کوم کار نه دی کړی.

د محور د سیاسي بهیر مشرتابه غړي تمیم نورستاني وويل:«د ملي روغې جوړې عالي شورا په اعلان کې ډېر ځنډ یې وکړ. د هوکړه لیک پربنسټ، د شورا د غړو دا معرفي د عبدالله عبدالله له واکونو وو چې باید وخته اعلان شوي وای.»  
              
د سیاسي چارو کارپوه  شهزاده مسعود هم څرګندوي:«که چېرې د ملي روغې جوړې عالي شورا ټول ګډونه نه وي طبعاً خپلې منفي اغېزې لري.»

بل خوا حزب اسلامي د ولسمشر په فرمان کې اعلان شوي نومونه تر ډېره حکومتي بولي او له دغو کسانو سره د طالبانو تفاهم ته خوشبینه نه دی.
 
د ګلبدین حکمتیا ر په مشرۍ د حزب اسلامي مرستیال حفیظ الرحمان نقي وویل:«د روغې جوړې عالي شورا لازماً له ملي سیاسي شخصیتونو د افغانستان مطرح غړي چې ارګ او سپيدار د هغه جز وي رامنځته شي او د سولې خبرو اترو ټول محتوايي او شکلي واکونه د دغه شورا په واک کې وي.»
                    
د سولې غوښتنې د حرکت مشر اقبال خیبر هم داسې وايي:«که چېرې د حکومت دریځ لکه څرنګه چې اوس دی وي، چې خپله پاشلې بڼه لري او هغوی (د طالبانو) نظر او ډله یې یوه ده ښايي هغوی ګټوونکي وي.»

د اشرف غني او عبدالله عبدالله ویاندویان په دې تړاو خبرو ته حاضر نه شول.

 شاوخوا ۱۱۰ ورځې وړاندې د هېواد سیاسي مشرانو په یوې سیاسي هوکړه کې د سولې د بهیر د مخته بېولو لپاره د عبدالله عبدالله په مشرۍ د روغې جوړې د عالي شورا د جوړېدو پرېکړه وکړه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي سرپرست صلاح الدین رباني او ځينو نورو کسانو چې نومونه یې د روغې جوړې د عالي شورا د غړو په نوملړ کې وو، په دې شورا کې خپل غړیتوب رد کړی دی.

شریک یي کړئ