د هېواد په ناامنیو ولایتونو کې د جګړې قومندانان او سیمهییز چارواکي، له امریکا څخه غواړي چې د افغانستان د جګړې په اړه د واشنګټن د نوې تګلارې په چوکاټ کې د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز سربېره په ناامنیو سیمو کې، د افغانستان هوايي ځواکونه هم سمبال او له هغوی څخه ملاتړ زیات کړي.
هغوی ټینګارلري چې ټرمپ باید له ترهګرو سره خپل چلند وساتي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په بڼه کې جدي بدلون رامنځته کړي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان امان الله مبین په دې اړه وویل:«د توپچي ټولګې په برخه کې به دقیقاً خپلې مرستې به ولري، د هوايي ځواک د تجهیز په لړکې؛ ځکه چې کشفي الوتکې، جنګي الوتکې، بم اچوونکې الوتکې، لېږدونکې او اکمالاتي الوتکې، خپل ډېر کار لري.»
د بدخشان والي فیصل بیګزاد هم وویل:«د امریکا د نوې تګلارې اعلان ته په نظر سره، باید د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ وشي، وروزل شي؛ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ګواښونو ته په پام سره، بدخشان هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په دې ځای کې د افغانستان د دښمنانو له خوا جګړه جریان لري.»
اوس مهال افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره امریکايي او ناټو ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو په روزنې او په سلا مشورو لګیا دي.
تمه کېږي چې د دې تازه کړنلارې له مخې امریکا افغانستان ته نور سرتېري هم راواستوي.
دغه راز، چارواکي تمه لري چې د افغانستان د جګړې په ډګر کې د واشنګټن تازه کړنلاره مثبت بدلون راولي.
د هلمند والي حیات الله حیات په دې اړه څرګنده کړه:«له ډېرې مودې راهیسې ده چې بهرني ځواکونه په مخامخ جګړه کې له امنیتي ځواکونو سره ونډه نهلري، خو په مشورې او هوايي ملاتړ کې ونډه لري، زه فکر کوم چې دغه ملاتړونه تر هغه مهاله چې امنیتي ځواکونه په خپلو پښو درېږي، باید دوام پیدا کړي.»
د ملي دفاع وزارت مرستیال شعور ګل څرګنده کړه:«زموږ د دولت لپاره هم ارزښت لري؛ مرستې او همکارۍ ډېرې ارزښت لري؛ کهچېرې په عملیاتونو کې امریکا له موږ سره مرسته او همکاري وکړي ډېر ارزښت لري.»
خو اوس به ولیدل شي چې د واشنګټن تازه کړنلارې له اعلان وروسته د افغانستان جګړه کوم لوري ته ځي.