Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیکان او هندوان د ولسي جرګې چلند له تبعیضه ډک بولي

د هيواد هندوان او سيکهان په ولسي جرګه کې د دوی لپاره د يوې څوکۍ د ځانګړي کيدو د غوښتنې رد له تعبيض څخه ډک چلند ګڼي. د هيواد د هندوانو او سکهانو شورا وايي د هندوانو او سکهانو سياسي حقونه بايد تر پښو لاندي نشي.

بلخوا د مدنې ټولنې يو شمير غړي هم د ولسمشر د تقنيني فرمان پر وړاندي د ولسي جرګې پر اقدام نيوکه کوي او وايي دا موضوع بايد په جدي ډول وڅيړل شي.

د هیواد د هندوانو او سيکانو شورا او همداراز د مدني ټولنې ادارې په ولسي جرګه کې د هيواد هندوانو او سيکانو ته د يوې چوکۍ د ورکولو په اړه د ولسمشر کرزي د تقنيني فرمان پر ردولو سخته نيوکه کوي او د دې فرمان د پلي کيدو غوښتونکي دي.

د افغانستان له ښځو او ماشومانو د ملاتړ د ادارې ریس، زهرا سپهر وویل: «په اوسنیو حالاتو کې د قومي، مذهبي او نورو ستونزو له امله ډیر لږ کسان دې ته چمتو کېږي څو د پارلمان په چوکاټ کې د دوی د حقونو دفاع وکړي، له همدې امله د هندوانو د غوښتنو او حقونو د ساتلو لپاره په پارلمان کې ددوی د یوه یا دوو استازو شتون یو مشروع کار دی.»

له بلې خوا د افغانستان د هندوانو او سيکانو شورا وايي هندوانو ته د يوې چوکۍ په ورکولو سره به د هيچا حق ته زيان ونه رسيږي او ولسي جرګه بايد په دې اړه توپيري چلند ونکړي.

په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو د شورا مرستیال، راول سنګهـ وايي: «هندوانو لپاره منظوره شوې څوکۍ ۲۵۰ نمبر څوکۍ وه او په دې سره د هیچا له حق څخه سترګې نه دي پټې شوې، له بلې خوا د نورو ولایتونو استازي هم نه لږ کېږي، د ولسي جرګې د دواړو دورو په اوږدو کې یوه وکیل هم د هندوانو په ملاتړ خپل غږ نه دی اوچت کړی.»

د هيواد د هندوانو او سيکانو شورا د يوه پريکړه ليک په صادرولو سره وايي د هيواد د هندوانو سياسي او ټولنيز حقونه بايد بيرته ورکړل شي.

په دغه پريکړه ليک کې د ملګروملتو له سازمان او نړيوالو مرستندويه ادارو څخه غوښتل شوي چې په افغانستان کې د هندوانو د حقونو په اړه جدي تابياوې غوره کړي او پرې نه ږدي چې له دې وروسته له دوي سره توپيري چلند وشي.

د هيواد هندوان او سيکهان په ولسي جرګه کې د دوی لپاره د يوې څوکۍ د ځانګړي کيدو د غوښتنې رد له تعبيض

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه