د جوزجان ولایت په شبرغان کې جراح ډاکټر چې د برمتهکوونکو له خوا یوه میاشت مخکې تښتول شوی وه، د پېسو له ترلاسه کولو وروسته وژل شوی دی.
د وژل شوي ډاکټر محمد ابراهیم زوی، حمیدالله وايي، کورنۍ یې برمتهکوونکو ته یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ د خپل پلار خوشې کولو په موخه ورکړې، خو برمته کوونکو هغه په بېرحمۍ وژلی او مړه یې په دشت لیلي کې پرېښی وه.
نوموړی له دولت څخه د عدالت غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په پروان ولایت کې د تښتول شوي ډاکټر برخلیک نه دی څرګندی.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د تخنیکي چارو سلاکار، ډاکټر سیفيالله وارسته دوه اوونۍ وړاندې برمته شوی دی.
د پروان ولایت د جبلالسراج ولسوالۍ قومي مشران ګواښ کوي که دولت د تښول شوي ډاکټر په خلاصون کې هڅه ونکړي نو پراخ لاریونونه به ترسره کړي.
حکومتي چارواکو د جبلالسراج قومي مشرانو د غوښتې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
مخکې له دې ویل شوي وو چې کشفي څانګو د ډاکټر وارسته خلاصون په موخه هڅې پیل کړې دي.
په همدې حال کې یو شمېر ډاکټرانو دوه ورځې مخکې د پروان ولایت مقام مخې ته د اعتراض په توګه راټول شوي وو او ګواښ یې کړی که د برمته شوي ډاکټر خلاصون په موخه هڅې ونشي نو په دې ولایت کې به ټول روغتیايي مرکزونه وتړي.