Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صالح؛هغه سرتېری چې له سرښندنې سره یې له یوه ناورین مخنیوی وکړ

د الزهرا پر جومات د برید یو له قربانیانو څخه،د پولیسو د شپږمې حوزې د دویم ټولي قومندان محمد صالح نوابي وه.

د پولیسو دغه افسر، تېره شپه کله چې بریدګرو د الزهرا پر جومات پر لومنځ کوونکو برید وکړ، جومات ته د برید ګرو د ننوتو مخنیوی وکړ او خپل ژوند یې فدا کړ.

د صالح نوابي مړی نن جمعه (د غبرګولي په ۲۶ مه) خپلوانو یې خاورې ته وسپاره.

که‎څه هم د پولیسو د دغه افسر یو شمېر خپلوان،د هغه د جنازې په مراسمو کې اوښکې تویوي،خو پلار یې چې په خپله هم یو پوځي دی او تر یوې میاشتې مخکې د خپل زوی پر ځای یې دنده ترسره کوله، اوښتې نه تویوي بلکې وايي په خپل زوی ویاړي.

د ستر ناورین د مخنیوي لپاره د صالح نوابي مېړانه او سرښندنه د اجرائيه ریاست او کورنیو چارو وزات له خوا ستایل شوې ده.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د خپل فېسبوک پر پاڼه لیکلي:«تېره شپه شهید محمد صالح نوابي،له یوه پلیت ځانمرګي بریدګر په وړاندې خپله سینه ډال کړه ترڅو د خپلو هېوادوالو ژوند وژغوري.د دغه اتل روح دې ښاد وي او یاد یې تل پاتې. د هرې ورځې په تېرېدو سره د مزدور دښمن ماهئیت افشا او د هېواد د ریښتینو ساتونکو د مبارزې حقانیت څرګندېږي. د شهید نوابي په څېر د اتلانو په لرلو سره،د افغانستان خلک هېڅکله د پلیتو او یو موټي مزدور دښمن ارادې ته نه تسلیمېږي.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت هم د خپل فېسبوک پر پاڼه لیکلي:« د پولیسو د شپږمې حوزې د دویم ټولي قومندان، شهید لومړنی څارن محمد صالح نوابي، له مېړانې او سرښندنې سره د الزهرا جومات ته د ترهګرو د ننوتو مخنیوی کوي او د یوه ستر ناورین څخه مخنیوی کوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت،د الزاهر پر جومات د ترهګریز برید له غندلو سره د پولیسو د منسق لرونکي د لومړي څارن صالح محمد نوابي له مېړانې او سرښندنې ستاینه کوي.»

محمد صالح نوابي چې یو میاشت وړاندې د پولیسو د شپږمې حوزې د دویم ټولي د قومندان په توګه ګمارل شویو ه، له هغې وړاندې د پولیسو د پنځلسمې حوزې د بولک د قومندان په توګه دنده ترسره کړې وه.

تېره شپه ۹ بجې شاوخوا، دوه ځانمرګو بریدګرو، په کابل کې د الزهرا پر جومات برید وکړ او د رپوټونو پر بنسټ په دغه برید کې ۶ تنه ووژل شول او ځینې نور ټپيان شول.

دا په داسې حال کې ده چې عیني شاهدان وايي ځانمرګي بریدګر درې تنه وو او یو تن یې په تېښته بریالی شو.

شریک یي کړئ