Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صدیقي: د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې هربند مشروط دی

د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي وايي چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې هر بند مشروط دی.

ښاغلي صدیقي سې‎شنبې(د سلواغې په ۲۹مه نېټه) خبري ناسته کې وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او دفاع وزیر ماک اسپر له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي دي دا چې د هوکړې هر بند د شرایطو له مخې چمتو شوی دی.

نوموړی زیاتوي چې سوله د ولسمشر په لومړيتوبونو کې ده:«زموږ سوله به ملي وي، نه سمتي سوله.»

د ولسمشر ویاند څرګندوي چې د افغانستان حکومت د اوربند غوښتونکی دی:«مو هیله لرو چې هېواد کې د تاوتریخوالیو کمښت فرصت هېواد کې د سولې لامل شي.»

صدیقي د تاوتریخوالیو کمښت په تړاو وايي چې افغان او امریکايي ځواکونه د تاوتریخوالیو کمښت د پلان په همغږۍ کار کوي:«اوس موږ نه شو کولی چې په دې اړه جرئيات ورکړو، خو د وخت په تېرېدو سره به مو په هغې پام شي.»

هغه بیانوي چې ولسمشر غني ارګ کې د پوځي قومندانانو سره په ناسته کې د تاوتریخوالیو کمښت په اړه خبرې کړې دي.

د ولسمشر ویاند وايي، د افغانستان حکومت خلکو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد حالت به د پخوا په څېر نه کېږي:«موږ خپله ټوله هڅه کوو، څو د تېرو کلونو لاسته راوړنې وساتو.»

هغه وايي مرکچي پلاوی به د ټولو خواوو سره په مشورې رامنځته او د ټولو ملیتونو استازیتوب به وکړي.

صدیقي همداراز بیانوي د سولې خبرو کې پرمختګ د طالبانو لپاره یو فرصت دی، څو ښکاره کړي چې له تاوتریخوالیو لاس اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوشنبې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د روانې زیږدیزې میاشتې تر پایه د سولې هوکړه لیک د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شي.

ښاغلي حنفي ټینګار وکړ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پای ته رسېدلي او دواړه لوري د دغه هوکړه لیک د لاسلیک د ورځې لپاره چمتووالی نیسي.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت طرحې د عملي کېدو له رسمي اعلانه مخکې به د امریکا او طالبانو استازي د دغې طرحې په هکله خبرې اترې وکړي او وروسته به د اوو ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کمښت طرحه په رسمي توګه اعلان شي.

تمه کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې له لاسلیکه لس ورځې وروسته د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

صدیقي وايي، ټاکل شوې د امریکا  او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه تر یوې اوونۍ پورې وروستۍ شي

شریک یي کړئ