د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي وايي د طالبانو وروستي بریدونه د جګړې پر دوام او افغان وژنې د دغې ډلې ټینګار ښیې.
نوموړي په یوه ټویټ کې(دوشنبې د غويي په ۲۳مه) ویلي دي چې له لغمان ولایت کې د افغان ځواکونو پر کاروان برید خواشینونکی دی.
صدیقي زیاته کړې ده:«په داسې حال کې چې موږ په سختۍ سره له کرونا ویروس سره مبارزه کوو، او طالبان له ترهګریزو بریدونو سره د روژې په مبارکه میاشت کې تاوتریخوالیو ته دوام ورکوي.»
د ولسمشر ویاند همداراز زیاته کړې ده چې تمه ده نړیواله ټولنه د طالبانو بریدونه په سختو ټکو وغندي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملي دفاه وزارت د لغمان په علي شنګ ولسوالۍ کې د طالبانو برید کې د ۶ سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکړ.
خو په همدې حال کې یوه سرچینه طلوع نیوز ته وایي چې د لغمان ولایت علي شینګ ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو پر کاروان د طالبانو برید کې لږ ترلږه ۲۷ سرتېري وژل شوي او څو زغروال موټر یې سوځېدلي دي.
د سرچینې په خبره دغه پېښه کې ۹ سرتېري ټپيان دي.