Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبانو د پلخمري په چشمه شیر سیمه کې دوه ټانګرو ته اور ورته کړی

په بغلان ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې طالبانو نن پنجشنبې (د چنګاښ په ۲۲ مه) د پلخمري ښار په چشمه شیر سیمه کې دوه ټانکره سوځولي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دویمې لوا د شپږم کنډک د ارکان رییس نصیر احمد، طلوع نیوز ته وايي طالبانو هڅه کوله چې دوه نور ټانکرونه له ځان سره یوسي خو بریالي نه‎شول.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«نن سهار ۵ یا ۶ بجې وې چې طالبانو غوښتل ترڅو د تېلو دوه ټانکره له ځان سره یوسي، چې موږ سیمې ته ورسېدو چې طالبانو دوو ټانکرو ته اور ورته کړی وه او دوه نور یې له ځان سره وړي وو، او موږ له نښتې وروسته وتوانېدو چې له طالبانو د تېلو دوه ټانکرونه راستانه کړو، او په دغې نښته کې دوه تنه طالباب وژل شوي او درې تنه نور یې ټپيان شوي دي.»

په همدې حال کې، د طالبانو له خوا د سوځول شویو ټانکرو مالکان وايي چې د دغې ډلې غړو پر موږ توغندی وتوغاوه.

د دغو موټرو یو تن څېښتن امان الله وايي:«کله چې موږ دلته (چشمه شیر)ته ورسېدو، طالبان د سړک پر سر وو او زموږ پر موټر یې توغندی وتوغاوه چې ځان مې له موټره وغورځاوه او موټر اور واخیست او یو بل موټر یې له ځان سره یووړ.»

 یو بل چلوونکی چې موټر یې اور اخیستی نېک محمد څرګندوي:«طالبانو لومړی د ملګري پر موټر مې توغندی وتوغاوه چې په هغه ونه لګېد، بیا یې زما موټر په توغندي وویشت چې زما موټر اور واخیست. زما ټول شته همدا موټر وه چې وسوځېد په دې وروستیو کې مې دا موټر ۳۳ ژره ډالره اخیستی وه.»

له دې سره په ورته وخت کې، د پلخمري ښار ولایتي روغتون چارواکي وايي چې له دغې نښتې دوی ته دوه ټپيان وروړل شوي چې د هغوی یو ماشوم دی.

د پلخمري د ولایتي روغتون د جراحۍ د څانګې مسؤول ډاکټر شایان روحاني په دې اړه وویل:«د پلخمري ښار د چشمه شیر په سیمه کې د نننۍ نښتې څخه دوه تنه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي چې یو یې ماشوم وه او بل یې د ملي پوځ یو سرتېری چې دواړه سطحي ټپيان وو او له درملنې وروسته رخصت شول.»

له دې وړاندې په بغلان کې پوځيانو ویلي وو چې طالبان د دغې لارې(د بغلان په لویو لارو) ډېر حاکمیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه برید پړه منلې او ادعا کوي چې په دغه برید کې، پوځيانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو نن ګهیځ د بغلان ولایت په لویه لاره د تېلو پر ټانکرو برید کړی او دوه ټانکرو ته یې اور ورته کړی.

شریک یي کړئ