Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو په یوه لیک کې د امریکې د جنګي سیاست د بدلون غوښتنه کړې

طالبانو په یوه لیک کې چې د امریکې د خلکو په ادرس خپره شوې او له هغوی څخه یې غوښتي ترڅو په افغانستان کې د ټرمپ اداره د جګړې د سیاست او د سولې د پرمخ بیولو تګلارې بدلون ته اړه کړي.

په دغه لیک کې راغلي چې واشنګټن او تړونوال یې د درې موخو لپاره، د امنیت ټینګښت او له ترهګرۍ سره مبارزه، د قانوني حکومت رامنځته کېدل او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یې پر افغانستان یرغل وکړ، خو دا درې موخې ترلاسه شوې نه دي.

په لیک کې همدارنګه راغلي دي چې د جګړې دوام او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل د هېچا په ګټه نه دي او دا کار د نړۍ ټیکاو هم ګواښي.

طالبانو په دغې خبرپاڼه کې وايي که‎چېرې د امریکا خلک د افغانستان له خلکو او په ټول کې له نړیوالو سره د سولې غوښتونکي دي نو ولسمشر ټرمپ او د کانګرس او پنټاګون جګړه غوښتونکي چارواکي پوه کړي ترڅو د افغانستان په اړه یو سالم او منطقي سیاست غوره کړي، د طالبانو په وینا هغه کار چې په افغانستان او نړۍ کې به د ثبات لامل شي.

طالبان په دغه لیک کې وايي چې په افغانستان کې د امریکې او تړونوالو موخې یې پوره شوې نه دي. په لیک کې همدارنګه راغلي دي چې د جګړې دوام او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل د هېچا په ګټه نه دي او دا کار د نړۍ ټیکاو هم ګواښي.

Thumbnail

طالبانو په یوه لیک کې چې د امریکې د خلکو په ادرس خپره شوې او له هغوی څخه یې غوښتي ترڅو په افغانستان کې د ټرمپ اداره د جګړې د سیاست او د سولې د پرمخ بیولو تګلارې بدلون ته اړه کړي.

په دغه لیک کې راغلي چې واشنګټن او تړونوال یې د درې موخو لپاره، د امنیت ټینګښت او له ترهګرۍ سره مبارزه، د قانوني حکومت رامنځته کېدل او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یې پر افغانستان یرغل وکړ، خو دا درې موخې ترلاسه شوې نه دي.

په لیک کې همدارنګه راغلي دي چې د جګړې دوام او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل د هېچا په ګټه نه دي او دا کار د نړۍ ټیکاو هم ګواښي.

طالبانو په دغې خبرپاڼه کې وايي که‎چېرې د امریکا خلک د افغانستان له خلکو او په ټول کې له نړیوالو سره د سولې غوښتونکي دي نو ولسمشر ټرمپ او د کانګرس او پنټاګون جګړه غوښتونکي چارواکي پوه کړي ترڅو د افغانستان په اړه یو سالم او منطقي سیاست غوره کړي، د طالبانو په وینا هغه کار چې په افغانستان او نړۍ کې به د ثبات لامل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه