په غور ولایت کې د طالبانو نامتو قومندان، مولوي سعدیار چې د رخشانې د سنګسار عامل دی تېره شپه( یکشنبې د سلواغې۲۴مه) د ناروغۍ په حال کې ځان پولیسو ته سپارلی دی.
د غور والي، محمدناصر خاضع د دې خبر له تائید سره وايي چې اوسمهال مولوي سعدیار د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او د افغان ځواکونو ترڅار لاندې دی.
دی زیاتوي وروسته له دې چې د طالبانو دا قومندان روغ شو، نو عدلي او قضايي بنسټونو ته به وسپارل شي.
په همدې حال کې، د غور امنیه قومندان ، جنرال مصطفی محسني څرګندوي چې د مولوي سعدیار خلاصون لپاره یو شمېر کړۍ هڅې کوي.
د راپورونو له مخې رخشانه کابو یو کال مخکې د طالبانو له خوا له یوه نارینه سره د اړیکې درلودو په تور سنګسار شوه.
ویل کېږي چې پر رخشانې فشار وه تر څو د خپلې خوښې خلاف له بل کس سره واده وکړي.
دا پېښه په کور د ننه او نړۍ کې له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوه.