Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله:له ایراني مشرانو سره په لیدنه کې پر مهمو اقتصادي او سیاسي مسایلو بحث وشو

د ملي یووالي حکومت اجرايي رئیس عبدالله عبدالله تهران ته خپل وروستي سفر او له ایراني مشرانو سره لیدو ته په اشارې سره نن پنجشنبې وویل چې هغه په دغه سفر کې له ایراني مشرانو سره پر مهمو اقتصادي،سیاسي او کلتوري مسایلو بحث او خبرې اترې وکړې او داړو هېوادونو په درېیو فرهنګي،سپورټي او په ایران کې افغان کډوالو ته د کار د زمینو برابرولو په برخو کې سندونه لاسلیک کړل.

ښاغلی عبدالله ټينګار کوي چې دواړه هېوادونه؛د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د یوه کمېسیون د رامنځته کولو لپاره هوکړې ته ورسېدل.

د سوداګریزو چارو او ترانزیت پراختیا، د کلتوري اړیکو ښه والی، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتي ستونزو هوارولو، د ترهګرو د ګواښونو د مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو همکارۍ، په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو حل او د دوی لپاره د ایران لخوا د کاري زمینو برابرول، د دواړو هېوادونو په پولو کې لازیاته همکاري په تېره بیا د ایران او افغانستان د پولو ترمنځ د بازارونو جوړول او په مهمو بنسټیزو پروژو کې د دواړو هېوادونو د ګډې پانګونې لپاره هڅې هغه موردونه دي چې د ملي یووالي حکومت اجرایي رئیس یې ایران ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره یې په اړه خبرې اترې کړې دي.

عبدالله عبدالله څرګنده کړه: "هوکړه وشوه چې د جامع همکاریو پر سند کار پیل شي، او ګډ اقتصادي کمېسیون خپل کار پیل کړي،په امنیتي برخو د ګډ امنیتي کمېسیون د پرېکړو دوام،د نشه‎يي توکو او د امنیتي ګواښونو په برخو کې د پرېکړو عملي کېدل چې افغانستان له هغو سره مخامخ دی په دغو پرېکړو لپاره هم همکارۍ پیل شي".

له بلې خوا عبدالله عبدالله وايي چې ایران هم په افغانستان کې د سولې له خبرو ملاتړ کړی دی.

اجرايي رئیس زیاته کړه: "د ایران اسلامي جمهوري د افغانستان د سولې د خبرو اترو له بهیر څخه خپل د ملاتړ لپاره چمتووالی اعلان کړی دی د څلوراړخیزه ناستې په اړه یې کومه څرګنده غوښتنه ولري نه ده شوې او هر بل میکانیزم چې رامنځته کېږي د هغه د څلور شاملو هېوادونو په ګډون به وي".

د ملي یووالي حکومت اجرایي رئیس وایي چې د افغانستان او ایران ترمنځ بېلابېلو برخو کې د ستونزو د ژر تر ژزره هواري لپاره به د دواړو هېوادونو د استازو په ګډون یو ګډ کمېسیون جوړ شي.

د ملي یووالي حکومت اجرايي رئیس عبدالله عبدالله تهران ته خپل وروستي سفر او له ایراني مشرانو سره لید

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه