Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالله په واشنګټن کې:ټاکنې به سمې او رڼې ترسره شي

د افغانستان اجراییه رییس عبدلله عبدلله په واشنګټن کې «د ځانګړو عملیاتو د تګلارې» په غونډه کې وویل، چې د افغانستان راتلونکې ټاکنې به د تېر په پرتله باید په ښه او سمه توګه ترسره شي.

عبدالله عبدالله په دغې غونډه کې د افغانستان د ثبات لپاره د رڼو ټاکنو ترسره کېدل اړین بولي او ټینګار کوي چې د ملي یووالي حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون هڅه کوي ترڅو د خلکو اعتماد ترلاسه کړي.

هغه په دې اړه وویل:«راتلونکې ټاکنې باید له مخکنیو هغو څخه ښې او رڼې وي ځکه چې موږ ټاکنې د خلکو د سوکالۍ او ټیکاو بنسټ بولو.

 بل خوا ډاکټرعبدالله وايي، د ترهګرو پر وړاندې جګړه به  په چټکۍ سره دوام ولري؛ خو د هغوی پرمخ به د سولې دروازې هم پرانستي وي.

عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«هغه کسان چې غواړي له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي د سولې دوازې د هغوی پرمخ پرانیستې دي دا زموږ پیغام وو. د سولې پیغام، له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره زموږ پرېکړه نیمګړې نه ده.»

 دغه راز، په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب وايي، د ترهګرو پر وړاندې د کابل او واشنګټن ګډه مبارزه به ټول افغانستان ته سوله راولي.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب په ډاګه کړه:«د دې پر ځای چې د افغانستان جګړه له دې اړخه ووینو چې امریکايي ځواکونه به له هغه ځایه څه وخت وځي، کولای شو ووایو چې افغانستان د امریکا تر څنګ ولاړ دی ترڅو ترهګر د نړۍ په دې برخه کې له منځه یوسي. موږ له تاسو سره یوو او دا یوه همکاري ده. فکر کوم زموږ ګډې کار به ډاډ راکړي چې کولای شو سوله تولې سیمې ته راولو او هیله لرم چې د سمیې ځینې هېوادونه هم درک کړي چې دغه کار، جریان لري.»

 ښاغلي عبدالله واشنګټن ته د سفر په لړکې د امریکا دفاع وزیر جمیز متیس او د ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار اچ ار مک ماسټر سره هم ولیدل.

په دې لیدنه کې اجراییه رییس د افغانستان او سیمې لپاره د امریګا د نوې تګلارې پر اهمیت ټینګار وکړ.

ښاغلی عبدالله په داسې حال کې د رڼو ټاکنو د ترسراوي خبرې کوي چې ولسمشر غني د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس نجیب الله احمدزی یې له دندې ګوښه کړل.

شریک یي کړئ