Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عزیز: د ستونزو هوارۍ لپاره دوه اړخیزو خبرو اترو ته اړتیا ده

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار، سرتاج عزیز (دوشنبې د غويي۱۸مه) په یوې خبرې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ راپورته شویو ستونزو هواري لپاره په دوه اړخیزو خبرو اترو ټینګار کړیدی.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار په سپین بولدک او چمن سیمه کې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښتو له امله دوه افغان سرتېرو او یوه ملکي کس خپل ژوند له لاسه ورکړ.

عزیز ویلي، په چمن کې ترسره شوې شخړې په اړه خواشنی دی، خو پاکستاي پوځیانو ځوابي ډزې کړې دي.

پاکستاني  چارواکو ادعا کړې چې په دې نښته کې ۵۲ افغان سرتېري وژل شوي، هغه ادعا چې د کندهار امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق  او د حکومت رسنیو مرکز رئیس، صدیق صدیقي هم رد کړې ده.

عزیز ویلي دي:«موږ یې له مرګ ژوبلې خوښ نه یوو، ځکه چې هغوی زموږ مسلمان وروڼه دي.»

په همدې حال کې پاکستان کې د افغانستان سفیر، عمرزاخېلوال ویلي دي چې په چمن‎ـ‎سپین‎بولدک نښته کې دوه تنو افغان سرتېرو او یوه ملکي کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې جنرال رازق د دوشنبې پر ورځ خبري ناسته کې وویل چې که خبرې اترې پایله ونلري نو افغان ځواکونه به پوځي غوراوی غوره کړي.

د افغانستان او پاکستان پرپوله هغه مهال نښته د جمعې پر ورځ پیل شوه چې د افغان پوله‎ساتو ځواکونو په وینا پاکستاني سرتېري د سرشمېرنې په موخه د افغانستان خاورې ته دننه شول.

افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې وايي ۵۲ افغان پوله ساتي سرتېري یې وژلي دي، خو افغان لوری وايي چې دوه افغان سرتېرو او یوه ملکي وګړي ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ