د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ لسګونه تنه اوسېدونکو په "ده حاجي" کلي کې د ملکي کسانو مرګ ژوبلې په تړاو په اعتراض راوتلي دي.
دوي وايي تېره شپه(شنبې د تلې په اوومه نېټه) په هوايي بریدونو کې څلور تنه ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
اعتراض کوونکو د اعتراض په توګه د وژل شویو کسانو جسدونه د غزني د والي دفتر او یو شمېر نورو دولتي بنسټونو مخې ته کېښودل او د پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کوله.
یو شمېر اعتراض کوونکي وايي چې د افغان ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ نښته هم شوې ده چې په ترڅ کې یې ۷ تنه ټپیان دي.
اعتراض کوونکي وايي چې پولیسو پرې ډزې کړې دي، خو پولیس بیا د ډزو کولو اعاوې ردوي.
په همدې حال کې د غزني امنیه قومندانۍ وايي دا تر اوسه نه ده روښانه چې دغو ملکي کسانو د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړی او که د دولت مخالفو وسلهوالو په ډزو کې.