د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر نن(د غويي په ۱۱مه نېټه) د خبرپاڼې په خپرولو سره د سرک غاړې ماین چاودنې په ترڅ کې د پنځو تنو ملکي کسانو له وژل کېدو خبر ورکوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې پېښه د یاد ولایت اندړو ولسوالۍ کې تېر ماښام ۵ بجې چې د نظر خان په سیمه کې سراچه ډوله موټر د سرک غاړې له سره برابره شو.
خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي دي چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
تر اوسه پورې د ماین اېښودو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی