Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزني کې نښته؛ نهه طالب وسله وال وژل شوي

د هېواد ملي دفاع وزارت غزني کې له افغان ځواکونو سره نښته کې د ۹ طالب وسله والو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې نن(پنجشنبې د زمري په ۹مه نېټه) راغلي دي چې نښته تېره شپه هغه مهال پیل شوه چې د طالبانو یوې ډلې د خواجه عمري ولسوالۍ په "ده دولت" کلي کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

دفاع وزارت وايي چې برید د افغان ځواکونو لخوا په شا تمبول شوی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې وژل شویو طالبانو کې د یادې ډلې دوه قومندانان هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

غزني کې نښته؛ نهه طالب وسله وال وژل شوي

د هېواد دفاع وزارت خبرپاڼه کې ویلي دي چې غزني کې د طالبانو برید د کمانډو ځواکونو لخوا په شا تمبول شوی دی

شریک یي کړئ