بغلان په پلخمري ښار کې پر امنیه قومندانۍ وسلهوال برید شوی.
برید نن(یکشنبې د غويي په ۱۵مه نېته) کابو دولس بجې وروسته له هغې پیل شوی چې د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ د موټر بم چاودنه شوې.
له سیمې د راپورونو له مخې پر امنیه قومندانۍ له چاودېدونکو توکو ډک موټر له چاودنې وروسته ودانۍ ته د نورو بریدګرو زمینه برابره شوې او اوس مهال له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.
د بغلان ولایت امنیتي چارواکي ځانمرګی برید تاییدوي.
سیمه ییز چارواکي وايي تر اوسه پورې له دېرشو زیات کسان ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي تر اوسه پورې دوه بریدګر وژل شوي او پاتې نور یې د افغان ځواکونو لخوا کلابند شوي دي.
طالبانو د برید مسوولیت منلی.