دغزني ولایت په ناور ولسوالۍ کې ۱۵ تنه د ولایتي شورا رئیس او دوو غړو په ګډون د واورو ډېر اورښت او ښویدنو کلابند کړي دي.
د غزني ولایتي شورا رئیس، خالقداد اکبري طلوعنیوز ته وايي چې هغه د ولایتي شورا دوو غړو او له خپلو ساتونکو سره د ناور ولسوالۍ ته د حالت ارزونې په موخه تلي وو، او اوسمهال د واورو ښویدنو له امله په ناور دښته کې بند پاتې دي.
له بلې خوا د ولایتي شورا نور غړي زیاتوي چې د واورو اورېدو له امله په مرکز ته د ډېرو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.
د یوه بل خبر له مخې په غور ولایت کې د درېیو ورځو پرله پسې واورو اورښتو له امله د دې ولایت مرکز، فیروز کوه ته د ۹ ولسوالیو لارې تړل شوې دي.
د غور ولایتي شورا غړي هم د لارو تړل کېدو له امله د خلکو له بد حالت څخه خبر ورکوي.
په همدې حال کې بدخشان هم د هېواد له سړو ولایتونو شمېرل کېږي چې د واورو اورښت له امله ستونزې په کې رامنځته شوې دي.