Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزنې کې لا هم نښتې روانې دي

له غزني ولایت څخه نن(شنبې د زمري ۲۰مه) د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ د نښتو خبر ورکول کېږي.

طلوع نیوز ته رسېدلي تصویرونه ښیې چې طالبانو د غزني ښار په یو شمېر برخو کې پوستې جوړې کړې دي او د امنیه قومندانۍ پر ودانۍ راکیټي بریدونه کوي.

په غزني کې تراوسه هم مخابراتي شبکې غیر فعالې دي او د ښار له ځینو سیمو خلک له خپلو کورونو را وتلي دي.

په همدې حال کې د غزني ولایتي شورا غړی، حمیدالله نوروز طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل چې اوس مهال هم د ښار شاوخوا سیمو کې نښتې روانې دي.

ده زیاته کړه: «تر هغه ځایه چې موږ په جریان کې یوو او وروستي مالومات دا دي چې جګړه اوس مهال د غزني په محبس، د سینما مخې او قره باغ سیمه کې چې د کابل کندهار لارې ته نښتې ده، جګړه روانه ده، تر پنځلسو دقو مخکې امنیه قومندانۍ نه وه نسکوره شوې. »

د ولایتي شورا غړي د غزني اوسني حالت لامل په اړه څرګند کړه چې د دولت وسله والو مخالفینو له میاشتو راهیسې پلان درلود تر څو پر ښار برید وکړي او دوی دا موضوع د کورنیو چارو وزیر سره هم شریکه کړې وه، خو د کورنیو چارو وزیر د غزني ښار نه نسکورېدو ډاډ ورکړی وه.

په ورته وخت کې د کابل ـ غزني د لویې لارې او د میدان وردک په سید اباد د ځینو سیمو د لارو له تړل کېدو هم خبر ورکړل شوی دی.

یوې سرچینې طلوع نیوز ته ویلي دي چې اوس مهال د غزني ولایت امینت ریاست ته نېږدې نښتې روانې دي او څو مارکېټونه سوځېدلي دي

د سرچینې په وینا تر اوسه ۱۳ مړي او ۳۰ ټپیان چې ملکي کسان هم په کې شامل دي د غزني روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ جمعه طالبانو د غزني پر ښار له څو خواوو بریدونه کړي دي او د امنیه قومندانۍ ته نېږدې رسېدلي وو.

د غزني ولایتي شورا وایي چې دا نښتې وړمه شپه ترهغه وروسته پیل شوې چې طالبانو له څلورو خواوو په غزني ښار برید وکړ.

دوی وايي چې طالباانو د بریدونو پرمهال د موی مبارک، امام حداد، میرحیدرآباد، سنجدتک او دوهمې حوزې کې یو شمېر سیمې نیولې دي.

د غزني د ولایتي شورا د غړو په وینا طالبانو د موی مبارک، امام حداد، حیدر اباد، سنجیتک او د غزني ښار د دویمې امنیتي حوزې ځينې برخې د څو ساعتونو لپاره نیولې وې.

هغه انځورونه چې د غزني امنیه قومندان فرید احمد مشعل په خپل فېسبوک پاڼه خپاره کړي، د دې ښودنه کوي چې د طالبانو مړي د غزني ښار په ځینو برخو کې پراته دي.

شریک یي کړئ