Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني د رسنیو قانون کې د تعدیل طرحه له ولسي جرګې بېرته ستنه کړه

ولسمشر غني نن د کابینې په یوې غونډه کې د خواله رسنیو په قانون کې د تعدیل وړاندیز شوې طرحه له پارلمان څخه بېرته وغوښته او وې ویل چې په دې اړه باید ډېرې څېړنې وشي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته لارښونه کړې چې د ټولیزو رسنیو په قانون کې د تعدیل وړاندیز شوې طرحه له پارلمان څخه بېرته راوګرځول شي، چې نوموړې طرحه د ولسمشر د دویم مرستیال تر نظر لاندې او د هېواد د رسنیو له تولنې سره په مشوره تر ډېر غور او دقت لاندې ونیول شوي.

ښاغلي غني وویل چې افغان حکومت د بیان ازادۍ ملاتړ، د هغوی پیاوړتیا او د ازادو رسنیو فعالیت ته ژمن دی او له نېکه مرغه زموږ په هېواد کې هېڅ کس د بیان ازادۍ د جرم او تخطۍ له امله په زندان کې نه دی.

د خواله رسنیو په قانون کې د تعدیل طرحې پربنسټ، د صلاحیت لرونکې محکمې له حکم پرته پولیسو، امنیت او څارنوالۍ ته د خبریال د سرچینې افشا کول، د محکمې پر ځای د رسنیو د سرغړونې څېړونکي کمېسیون ته د رسنیو د سرغړونو د دوسیو په اړه د څېړنې او پرېکړې د واک سپارل، د رسنیو په بهرنيو پروګرامونو کې د سانسور او محدودیت لګولو لپاره د زمینې برابرول او د رسنیو د کار د جواز د لغوه کولو اسانه کول د ټولیزو رسنیو د قانون د تازه طرحې اندېښمنونکې برخې دي.

په دغه قانون کې د تعدیل وړاندیز شوې طرحې د افغانستان د رسنیو ټولنې په منخ کې اندېښنې رامنځته کړې دي.
 
ولسمشر غني خپل دویم مرستیال ته لارښونه کړې چې پر دغې وړاندیز شوې طرحې د هېواد د رسنیو له ټولنې سره پرې ډېر بحث وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه