Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني پر طالبانو له دولت سره د مخامخ خبرو غږ وکړ

ولسمشر غني د افغان سولې بهیر په تړاو د ځانګړې وینا پرمهال پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانانو د سولې غږ ته هرکلی ووايي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.

ښاغلي غني نن(دوشنبې د سلواغې په ۸مه نېټه) وویل طالبانو دوه غوراوي لري چې یا به له افغان ولس سره یوځای کېږي او یا به هم د پردیو د موخو وسیله ګرځي د طالبانو لخوا جګړه د پیاوړي دولت د جوړېدو  مخه نیسي.

ښاغلي غني وړاندې وویل:«زه پر طالبانو غږ کوم چې د پردیو له شومو پلانونو راووځي او خپله افغاني اراده تمثیل کړي، د افغانانو غوښتنو ته لبیک ووايي او له دولت سره جدي خبرې پیل کړي.»

ولسمشر غني همداراز د بهرنیو ځواکونو د شتون په تړاو څرګنده کړه چې هېواد کې بهرني ځواکونه د دوه اړخیزې پرېکړې له مخې هېواد ته راغلي دي او هېڅ هېواد نه غواړي بهرني ځواکونه د اوږدمهال لپاره په کې مېشت وي:«هيڅ افغان نه غواړي چې د دوی په خاوره کې بهرني ځواکونه د اوږدې مودې لپاره پاتې شي، خو اوسنی حضور د یو ضرورت په اساس دی او په دې ضرورت همېشه غور شوی او کېږي چې د بهرنیو ځواکونو شمېر باید څومره وي او موږ هڅه کوو چې دغه شمېر صفر ته راټیټ شي.»

ښاغلي غني د سولې د مشرۍ په اړه وویل:«هر افغان د سولې غوښتونکی دی او د همدغې غوښتنې لپاره ما کار کړی. موږ باید هېره نه کړو چې د جګړې اصلي قربانیان افغانان دي، نو باید چې د سولې نوښت هم د افغانانو په لاس کې وي.»

ولسمشر زیاته کړه چې که د طالبانو لخوا روانه جګړه نه وی، نو د مېلیونونو افغانانو ژوند به هوسا وی او موږ به لا ډېرې پروژې پلې کړې وای.

ښاغلي غني د سولې او امنیت ټینګښت په برخه کې د افغان ځواکونو سرښندنې وستایلې.

ولسمشر وویل چې د ترهګرو د ملاتړو څنډې ته کول او اوربند د ملي یووالي د حکومت نوښت وو او اوس حکومت چمتو دی چې د ناورین او ګډوډیو مخه ونیسي

شریک یي کړئ