د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې چې د روان اوونۍ په لړ کې خپره شوې وه ویلي چې دغه هېواد غواړي هغو افغانانو ته ویزه ورکړي چې په افغانستان کې له فرانسوي ځواکونو سره یې کار کړی دی.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد د څو دولتي بنسټونو یو پلاوی د هغو افغانانو د پناه غوښتنې د لیکونو پر څېړنه بوخت دي چې د دغه هېواد له ځواکونو سره یې کار کړی دی.
دغه خبرپاڼه وړاندې کاږي چې د دغو غوښتنلیکونو ځينې یې رد او یا هم تراوسه څېړل شوي نه دي.
خبرپاڼه کې راغلي هغو افغانانو ته چې د ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۴ کلونو په منځ او په افغانستان کې له فرانسوي ځواکونو سره کار کړی او له امنیتي ګواښونو سره مخ دي شونې ده چې له کورنۍ سره یې ورته پناه ورکړل شي.
په دغې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو کسانو امنیت د فرانسې د حکومت لپاره ډېر مهم دی.