Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قطر کې د طالب مرکچي پلاوي د غونډې ترسراوی

طالب ډلې د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۱۷مه) وویل چې د دغې ډلې مرکچي پلاوی د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو په پاره د لومړي ځل لپاره خپله غونډه جوړه کړه.

طالبان وايي چې دغه غونډه تېره ورځ د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوه او په دغې غونډه کې مولوي عبدالحکیم حقاني د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر او محمد نعیم وردک د دغه دفتر د ویاند په توګه معرفي شول.

په دغه رپوټ کې همدارنګه د عبدالحکیم حقاني او محمد نعیم وردګ د پېژاند او کاري مخینې په هکله هم راغلي دي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر په توګه د مولوي عبدالحکیم حقاني له ټاکل کېدو یوه ورځ وروسته؛ ملا عبدالغني برادر ښاغلی حقاني د دغه پلاوي غړو ته وروپېژانده او د افغانانو ترمنځ خبرو کې یې د دې ډلې د دریځونو اډانه روښانه کړه.

مولوي عبدالحکیم حقاني د ملا خدایداد آخند زوی د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې زیږېدلی دی او ۵۳ کاله عمر لري. مولوي حقاني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کندهار د محکمې قاضي و، او په کندهار کې د معیوبینو او په پاکستان کې د حقانیه مدرسې استاد و . نوموړی پنځه کاله وړاندې د طالبانو د قاضي القضات په توګه وټاکل شو او ویل کېږي چې مولوي حقاني په دې موده کې جګړه خوښوونکي نظرونه درلودل او په تېرو پنځو کلونو کې یې د جګړې په تړاو ډېرې مهمې فتواوې صادرې کړې دي.

هغه درې ورځې وړاندې د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر په توګه وټاکل شو، ویل کېږي چې د دغه پلاوي ډېری غړي له ۴۰ کلونو زیات عمر لري.

آزاد خبریال سمیع یوسفزی :«د دغه پلاوي اووه غړي د طالبانو په پخوانۍ کابینه کې وو، ځينې یې رییسان او پوځي قومندانان وو او په دغه پلاوي له نوي نسل څخه یوازې حسین حقاني دی.»

محمد نعیم وردګ چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د ویاند په توګه ټاکل شوی دی، ۳۵ کاله عمرلري او د میدان وردګو اوسېدونکی دی.

هغه په عربي ژبه کې د اسلام آباد له اسلامي پوهنتون نه دوکتورا اخېستې ده او پر عربي ژبې سربېره؛ په فارسي او پښتو ژبو برلاسی دی او له انګلیسي ژبې سره هم بلد دی.

ښاغلی وردګ په قطر کې د طالبانو د دفتر له جوړېدو وروسته د دغه دفتر د سټراټېژیکو او بهرنیو اړیکو مسوولیت پرغاړه لرلی دی.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وویل:«له رسنیو سره د کار تجربه لري او کله چې د قطر دفتر له ستونزو سره مخامخ شو هغه مهال د دغه دفتر د کارونو د تنظیم لپاره محمد نعیم وردګ ډېرې هڅې وکړې.»

طالبان نه حاضرېږي چې د خپل مرکچي پلاوي د ۲۱ غړو نوملړ له موږ سره شریک کړي. خو دا ډله د عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د مرکچي پلاوي د بشپړو واکونو په تړاو ډاډ ورکوي او وایي چې د دغه پلاوي ۱۳ غړي د طالبانو د مشرتابه شورا غړي دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړه:«زموږ مرکچي پلاوی د هغو واکونو په حد کې درومي چې د خلکو له خوا ورکړل شوي دي او مذاکرې ته داخلېږي. او د دغه پلاوی تر شا د ملي روغې جوړې عالي شورا په نامه یوه سیاسي اجماع  شتون لري او وروسته بیا د افغانستان خلک دي چې د سولې په هکله پرېکړه کوي.»

دواړه لوري په داسې حال کې په بین الافغاني خبرو کې د ګدون لپاره د چمتووالي ډاډ ورکوي چې په تېرو څلورو ورځو کې سره له دې چې د خبرو د پېلېدو پر وړاندې اصلي خنډونه لرې کړای شوي دي، خو د دغو خبرو د پېلېدو کره وخت څرګند نه دی.

د دې سربېره چې د خبرو د پېلېدو پر وړاندې اصلي خنډونه لرې کړای شوي دي، خو د دغو خبرو د پېلېدو کره وخت څرګند نه دی.

شریک یي کړئ