Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لارېنس:په حکومت او مالي برخو کې فساد دافغانستان د ودې مخنیوی کوي

په افغانستان د امریکا سفیر هوګو لارې نس نن پنجشنبې(د وري په ۲۴ مه)په خپل پیغام کې په مالي او دولتي بنسټونو کې فساد ته په اشارې سره وویل چې په نوموړو برخو کې د فساد د ښکارندې شتون د افغانستان د ودې مخنیوی کوي.

د امریکا سفیر په یوه پيغام کې وایي که څه هم افغانستان د ډیموکراسۍ او بري په لور پرمختګ کړی خو په حکومت او مالي برخو کې د فساد ډلې تراوسه هم په افغانستان کې د بشپړې ودې او پرمختګ په وړاندې د خنډونو رامنځته کولو ته دوام ورکوي.

د دغه پیغام په یوې برخه کې راغلي:« فساد داسې سرطان دی چې که‎چېرې کنټرول نه‎شي افغانستان به ووژني او دا په یقین سره چې د ټولو هغو افغانانو لپاره چې له خپل هېواد سره مینه لري ډېره مهمه ده چې پرې نه ږدي دا ښکارنده وده وکړي.»

نوموړی همداراز له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز او له فساد سره د مبارزې لپاره د ملي تدارکاتو د کمېسیون جوړېدل او په دولتي تړونونو کې د روڼتیا د زیاتېدو ستاینه کوي خو دا هڅې بسندویه نه بولي.

هغه په ډاګه کوي:«جدي او پرله‎پسې بدلونونه په لاره کې دي، د افغانانو په شان چې په پراخه توګه له حکومته د روڼتیا، اغېزمنتیا او ځواب ویلو غوښتونکي دي، دا چاره ډېر کار او هڅو ته  اړتیا لري خو په اوسني وخت کې په ټولو کچو د فساد کمښت له بل هر وخته زیات اړین کار ګڼل کېږي، له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د ملي یووالي حکومت هر اقدام به په افغاني ټولنه کې د باور او اعتماد د تړاوونو له پياوړتیا سره مرسته وکړي.»

په همدې حال کې افغان حکومت وايي چې کابل د فساد په وړاندې مبارزې ته اړتیا لري.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وايي:«له فساد سره مبارزه نه یوازې یوه اړتیا ده نه هم د افغانستان د خلکو غوښتنه ده بلکې د افغانستان د پایښت لپاره یو بنسټیز بحث دی چې زموږ لپاره اهمیت لري.هغه مرستې چې نړیواله ټوله یې له موږ سره کوي نن یو سپین چک نه دی.موږ هغه مهال کولای شو دغه مرستې ترلاسه کړو چې له اداري فساد سره مو د مبارزه په برخه کې کار کړی وي.»

د دغه امریکایي ډیپلومات په وینا واشنګټن په پرېکنده توګه له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ترڅنګ ولاړ دی او په دې برخه کې له پرمختګونو څخه له نږدې څارنې ته دوام ورکوي.

شریک یي کړئ