د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو لخوا د درې ورځني اوربند هرکلی کړی او دا یې د سولې لپاره مهم فرصت بللی دی.
ښاغلي خلیلزاد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکي دي:«سره له دې چې دواړو لورو ته ستونزې پر ځای پاتې دي، زه باور لرم چې که د ټولو خواوو مشران سمې پرېکړې وکړي، او د خپلو خلکو ګټې په پام کې ونیسي، بریالي به شي.»
افغان حکومت او طالبانو تېره شپه اعلان وکړ چې د اختر په ورځو کې به درې ورځنی اوربند کوي.
خلیلزاد زیاته کړې ده چې دغه اوربند د سولې په برخه کې ښه پرمختګ دیا و باید د سولې راوستو په موخه چټک ګامونه پورته شي.
نوموړي همداراز زیاته کړې ده چې نور مثبت ګامونه باید سملاسي ورپسې واخیستل شي:« د دواړو خواو د پاتې بندیانو خلاصون، هماغسې چې د متحده ایالتونو-طالبانو په هوکړه لیک کې څرګنده شوې، د تاوتریخوالي لوړې کچې ته نه ستنېدل، او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره پر یوې نوې نیټې توافق.»
ولسمشر غني هم نن سهار کابل کې د اختر له لمانځه وروسته خپله وینا کې ټیګار وکړی چې د طالب بندیانو د خوشې کولوبهیر به چټک شي. ښاغلي غني له طالبانو هم غوښتنه وکړه چې ورسره په بند کې د افغان ځواکونو د ازادولو بهیر هم چټک کړي.