Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له خلکو او رسنیو سره د مالوماتو پر شریکولو د اجراییه ریاست ټینګار

اجراییه رییس عبدالله عبدالله ټینکار کوي، حکومتي ویاندویان او دولتي چارواکي مسوولیت لري څو رسنیو ته پر وخت او سم مالومات په واک کې ورکړي او خبریالان باید اطلاعاتو ته له لاسرسي محروم پاتې نه شي.

عبدالله عبدالله د رسنیو څخه د ملاتړ او خبریالانو ته د مالوماتو په ورکولو کې د ملي یووالي حکومت له ژمنتیا خبره کوي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل:« یو ډېر دردونکی وخت دی، خو کله چې کومه مسله موجوده وي خلک باید ترې خبر شي او هېڅ رسنۍ باید بې برخې نه شي.»

په همدې حال کې له رسنیو څخه ملاتړ ادارې د ملي یووالي حکومت تورنوي چې د رسنیو او د بیان ازادۍ پر وړاندې په خپلو ژمنو عمل نه کوي.

نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره وايي، د حکومت ویاندویان په هدفي توګه رسنیو ته ناسم مالومات په لاس ورکوي.

د نی یا د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ مسوول مجیب خلوتګر په دې اړه څرګنده کړه:«له هغه څه نه چې حکومت اوزاري استفاده کوي او رسنیو ته یې ورکوي له بده مرغه دا ډول مالومات نه د رسنۍ په درد خوري او نه هم د خلکو. د ملي یووالي حکومت په څلور کلنه دوره کې د ازادو اطلاعاتو ورکړه ډېره کمه شوې ده.»

په همدې حال کې یو شمېر خبریالان وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون په نافذېدو سره سره بیا هم ملي یووالي حکومت رسنیو ته د اطلاعاتو په ورکولو کې جدي محدودیتونه وضع کړي دي.

خبریال عبدالقیوم پدرام قاضی زاده په اړه وویل:«موږ په ځينو موردونو کې حتا د دې شاهد یوو چې ځينې ویاندویان د دې امله چې له رسنیو سره یې ډېره همکاري لرلې ده یا هغه مالومات چې د ادارې مسوول نه غوښتل له رسنیو سره شریک شي، استعفا ته اړ شوی دی او حتا ځينې ویاندویان استفعا ته لنډ دي.»       

بل خبریال مسعود عزیزي هم وايي:«د خبریالانو په واک کې ډېر کم اطلاعات ورکوي. په دغو ادارو کې د حاکم فساد له امله حاضر نه دي چې رسنیو ته کره او سم مالومات ورکړي.»

لس ورځې مخکې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د حق د نړیوالې ویبپاڼې څېړنې چې په کاناډا کې د ډیموکراسۍ حقونو مرکز یې ملاتړ کوي اعلام وکړ چې په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د افغانستان د اطلاعاتو د لاسرسي حق قانون په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړی دی.

خو د هېواد خبریالان او د رسنیو ملاتړ ادارې د دې قانون د نه پلي کېدو په اړه کلکې نیوکې کوي.

شریک یي کړئ