د غزني په امنیه قومندانۍ کې یو چارواکی نن(سېشنبې د غبرګولي۲۲مه) وايي چې د دې ولایت مقر ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو برید په پایله کې افغان ځواکونو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
دا چارواکی وايی چې طالبانو سهار وختي کابو ۲:۳۰ له چاودېدونکو توکو ډک زغرهوال موټر د مقر ولسوالۍ امنیه قومندانۍ لومړي قراول ته د ننه کړ او په دوهم قراول کې تر پېژندګلوی وروسته له درنې وسلې سره چاودنه ورکړل شوه.
سرچینه زیاتوي چې وروسته له دې چاودنې د افغان ځواکونو و طالب وسلهوالو ترمنځ نښته پیل شوه او په پایله کې یې درېیو پولیس او درېیو سیمهييزو پولیسو ژوند له لاسه ورکړ او د مقر ولسوال په ګډون ۱۲ تنه ټپيان شول.
په همدې حال کې د غزني ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې په دې نښته کې پنځه تنو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶ تنه نور ټپيان دي.
دا چارواکي وايي چې په دې نښته کې ۲۶ طالب وسلهوال هم وژل شوي دي او وسایط یې وران شوي دي.
سیمهييز چارواکي وايي چې سمې ته د مرستندویه ځواکونو رسېدو حالت عادي شوی دی.
طالبانو دوی ته اوښتې مرګ ژوبلې ادعا نه ده منلې.