Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ټرمپ سره د غني لیدنه؛له ترهګرۍ سره جګړې ته دوام ورکوو

افغان ولسمشر اشرف غني  د امریکې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره نن پنجشنبې د ملګرو ملتونو د سرمشریزې غونډې په څنډه کې د نیویارک په ښار کې سره لیده کاته وکړل او دواړه لوري په سیمه کې د سیاسي او امنیتي مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه د تګلارې په اړه هم بحث او سلامشورې وکړې.

 په دغې لیدنه کې دواړو مشرانو له یو بل سره ژمنه وکړه، چې د ترهګرو ډلو د ماتولو لپاره دوه اړخیزې هڅې وکړي او د افغان ځواکونو پر جنګي ځواک ډېر پاملرنه وکړي.

ښاغلي ټرمپ په دې اړه وویل:«زه له دې خوښ یم چې د افغانستان له ولسمشر سره مې دلته ولیدل، موږ له یو بل سره په ډېره ښه توګه همکاري او کار وکړو، تاسې پوهېږئ، چې دم‎ګړۍ زموږ سرتېري په افغانستان کې حضور لري او ستر کارونه ترسره کوي، همدارنګه افغان ځواکونو له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کې ستر کارونه ترسره کړي، مو پر دغو موضوعګانو تمرکز لرلی او پرمختګونه هم شوي دي.»

دا څرګندوې په داسې حال کې کېږي چې څو اوونۍ وړانډې ټرمپ له خپلو سلاکارانو سره له څو میاشتو سلامشورې وروسته خپله نوې پوځي تګلاره وروستۍ کړه. د دغې تګلارې پر بنسټ، امریکا څه باندې ۳ زره تازه دمي سرتېري به افغانستان ته واستوي.

 په ورته وخت کې، ولسمشر غني د امریکا د نوې پوځي تګلارې د اعلان په اړه د خوښۍ له څرګندولو سره وویل چې دغه تګلاره سولې ته د رسېدو او پر ترهګرو ډلو له بریاليتوب سره به مرسته وکړي.

ښاغلي غني په دې اړه په ډاګه کړه:«په لومړي سره کې غواړم چې امریکايي سرتېرو، افسرانو، ملکي کارکوونکو ته، چې له شک څخه پرته خپلې سترې سرښندنې یې ښودلي دي خپل درناوی وړاندې کړم. دا سرښندنې اوس کولای شي له موږ سره د یوه باثباته افغانستان په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، زه غواړم د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب ستاسو د عاقلانه پرېکړې په خاطر مننه وکړم. او دا یوه تاریخي پرېکړه وه، ستاسو ډېرې بنسټیزې پوښتنې مطرح کړې، او دا پرېکړه مو د خپلې وړتیا او ارادې له امله وکړه او موږ ستاسو له دې پرېکړې ستاینه کوو.»  

غني زیاته کړه چې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګلارې له اعلان څخه وروسته د جګړې په ډګرونو کې محسوس بدلونونه رامنځته شول.

غني څرګنده کړه:«ما  زموږ د ۷ قول اردوګانو له ډلې ۶ هغو ته سفر کړی او زموږ سرتېري، تاسو د امریکا ملت او ټولو هغو سرتېرو ته چې له هغوی سره اوږه په اوږه جګړې ته دوام ورکړی خپل درناوی وړاندې کړ او د ورځې او شپې توپير کوي، د ډاډ نشتون لپاره فضا اوس نشته خو د هغه سربېره یوې سیاسي حل لارې ته ژمن یوو.»

له بلخوا غني وايي چې تازه‎ دمي امریکايي ځواکونه په هېواد کې به جنګي ونډه ونه‎لري او ټول پوځي او امنیتي مسوولیت به افغان امنیتي ځواکونه مخ ته یوسي.

غني زیاته کړه:«هغه څه چې موږ غواړو د هغه په اړه د امریکا خلکو ته ډاډ ورکړو دا دي چې ټاکل شوې پوځي ونډه وا نه خلي، خو وایم چې په پای کې دا افغانان دي چې دې مسوولیت ته غاړه اېږدي، خو باید ډاډ ورکړو چې په سیاسي او پوځي برخو کې بری زموږ په ګټه دی.»

غني یو ځل بیا ژمنه وکړه چې افغان حکومت له ترهګرۍ سره مبارزې ته به دوام ورکړي.

هغه ټرمپ ته په خطاب کې وویل:«ښاغلی ولسمشره موږ په بشپړه توګه له هغه نظره چې تاسې یې وايي نور سپین چکونه په کار نه دي موافق یوو، موږ له فساد سره د خپلې ژمنې په اړه صادق یوو ترڅو ونه شي چې سرچینې بابېځه ولاړې شي.»

ټرمپ وویل چې اوس کابو ۲۰ ترهګرۍ ډلې په افغانستان کې فعالیت لري او امریکا د هغوی د ځپلو په حال کې دي.

شریک یي کړئ