Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان پر وړاندې دجنرال رازق د پوځي غوراوي ګواښ

سپین بولدک ولسوالي کې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر پوله د لقمان کلي پرسر ستونزه د افغاني او پاکستاني چارواکي تر منځ تر دوه ځلي کتنو لا هم پر ځای پاته ده.

د کندهار امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق وايي چې که خبرو اترو پایله نه درلوده نو اړ دي چې له پوځي لارې کار واخلي:

ښاغلی رازق زیاتوي:«د ملي دفاع وزارت څخه به یو تخنیکي ټیم راځي تر څو د لقمان او نور کلي معلوم کړي چې کوم کورونه د افغانستان اړوند دي او کوم کورونه د پاکستان اړوند دي.»

خو دی زیاتوي چې  که چیرې د پاکستان تر یوې اوونۍ او د تخینکي ټیم تر څیړنو وروسته هم پر خپل دریځ ودریږي، نو اړ دي چې له خپل خاورې څخه په هر ډول حالاتو کي دفاع وکړي.

جنرال رازق وړاندې وايي:«که چیرې پاکستان د شوي فیصلې خلاف کار وکړي، نوموږ مجبوره یوو چې یو غبرګون وښیو، خو غوښتنه مو داده چي د خبرو له لارې دا کار په سمه توګه تر سره شي.»

تېره ورځ د ملي دفاع وزارت څخه یو پلاوي بیاځلي د پاکستاني چارواکو سره لیدنه ترسره کړه، او د دواړو هېوادونو تر منځ د جګړي اور بند وشو، همداراز په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې به د دواړو هېوادو څخه یو ګډ تخینکي ټیم د لقمان کلي څخه لیدنه کوي او ستونزې په څرګندوي.

د افغان پلاوي مشر، جنرال فرید احمدي وايي:«زموږ د راتګ موخه دا ده چې د جګړې اور بند مو اعلان کړ.او همدارنګه ملکي کسان دواړو لوریو ته خپلو کورونو ته ستانه شي او په راتلوونکي کې دا ډول ستونزې د خبرو له لارې هوارې شي. او یو تخنیکي ټیم به د دواړو لورو تر منځ په دي کلي کې کار وکړي او په ډاګه شي چې د کوم هېواد اړوند دي.»

د سپین بولدک په ولسوالی کي د پولي پر سر د دواړو هیوادونو تر منځ د جګړي له پیل سره سم د سپین بولدک پوله د تلوونکو او راتلوونکي کسانو پرمخ هم تړل سوي ده، چي خلګ يي له ستونزو سره مخ کړي ده.

د سپین بولدک اوسیدونکی محمد جان وايي:«موږ غواړو چي دالاره خلاصه سي ، ځکه ډير خلګ په ستونزه کي دي.»

همداراز ولي جان زیاتوي:«زموږ موټرونه د پولي دواړو غاړو ته بند پاته دي.»

اوس د دواړو هېوادونو تر منځ د یوې اوونۍ وخت ټاکل شوی تر څو د لقمان کلي په اړه پایله په ډاګه شي.

د سپین بولدک په ولسوالی کي د پولي پر سر د دواړو هیوادونو تر منځ د جګړي له پیل سره سم د سپین بولدک پوله د تلوونکو او راتلوونکي کسانو پرمخ هم تړل سوي ده، چي خلګ يي له ستونزو سره مخ کړي ده

شریک یي کړئ