Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له یوې اوونۍ کم وخت کې کندهار کې د ملي پوځ د ۴۲ سرتېرو وژل کېدل

د شمېرو له مخې،له یوې اوونۍ په کم وخت کې په کندهار ولایت کې د طالبانو په درې مرګونو بریدونو کې،د ملي پوځ ۴۲ سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او کابو ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

له دې ډلې ۳۲ تنه پوځيان د کندهار په شاه‎ولي کوټ ولسوالۍ کې د ملي پوځ پر یوه مرکز د برید په پایله کې شهیدان شوي، او ۱۳ تنه نور یې د میوند په ولسوالۍ کې د ملي پوځ پر یوه بل مرکز د طالبانو د برید په پایله کې شهیدان او همدارنګه ۱۸ تنه نور د ملي پوځ سرتېري د کندهار په شاه‎ولي کوټ ولسوالۍ د ملی پوځ پر یوه مرکز د برید په پایله کې شهیدان شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې وسله‎وال مخالفین له درېیو میاشتو په کمه موده کې توانېدلي بې مخیني مرګوني بریدونه ترسره کړي چې له هغې ډلې د سردار محمد داودو خان په روغتون، د ۲۰۹ شاهین قول اردو او په تېره اوونۍ کې د کندهار ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د پوځ په مرکزونو مرګوني بریدونه ترسره کړي.

ملي دفاع وزارت وايي چې وسله‎والو مخالفانو جنګي تګلارې ته بدلون ورکړی او ټاکل شوې ده چې امنیتي ځواکونه هم خپلې جنګي کړنلارې ته بدلون ورکړي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وویل:«دا د دښمن نوې تګلاره ده،ولي موږ هم د هغوی په وړاندې د جګړې د مسلکي مدیرانو له نویو تکتیکونو استفاده کوو. »

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي په دولتي بنسټونو کې د مشرتابه کمزروتیا د امنیتي ځواکونو په ځانګړي توګه د ملي پوځ د مرګ ژوبلې د لوړېدو اصلي لامل بولي.

د ولسي جرګې غړی عبدالجبار قهرمان وویل:«وسله‎وال مخالفان دومره نه دي چې امنیتي ځواکونو ته دومره مرګ ژوبله واړوي؛خو دا زموږ بې پروايي ده چې هغوی له کم پرسونل سره، له ځنډه پرته بریدونو سره ډېره مرګ ژوبله واړوي.»

خو ولې امنیتي ځواکونه د  طالبانو له دغو بریدونو تجربه نه اخلي؟

 پخواني پوځي میرزا محمد یارمند په دې اړه څرګنده کړه:«په یوې داسې حالت کې یوو چې دښمن له مکر او ډېرو تکتیکونو څخه استفاده کوي او موږ د دښمن د تکتیکونو په وړاندې لږ تأمل لرو.»

پخواني پوځیان په دې باور دي چې په مشرتابه کې د کمزورتیا شتون او د مشرتابه په برخه کې د فساد شتون د امنیتي ځواکونو د مرګ‎ژوبلې لامل کېږي، طالبانو په ځلونو د هېواد امنیتي ځواکونه کلا بند کړي او ډېره مرګ‎ژوبله یې ورته اړولې ده.

ملي دفاع وزارت که‎څه هم د ملي پوځ د ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات نه وړاندې کوي،خو وايي چې د مخالفانو په وړاندې به د امنیتي ځواکونو جنګي کړنلاره بدلون وکړي.

شریک یي کړئ