Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مشرانو جرګې د هندوانو په اړه د ولسمشر فرمان تصویب کړ

مشرانو جرګې په ولسي جرګه کې هندوانو ته د یوې څوکۍ د ځانګړي کولو په اړه د ولسمشر حامد کرزي تقنیني فرمان د رایو په اکثریت سره تصویب کړ. خو دغه فرمان د لیندۍ په ۲۵ د ولسي جرګې لخوا د رایو په غوڅ اکثریت سره رد شوی وو. خو سناتوران په ولسي جرګې کې هندوانو ته د یوې څوکې ځانګړي کول د هغوی قانوني حق بولي.

مشرانو جرګې په ولسي جرګه کې د هيواد هندوانو او سيکانو ته د يوې څوکۍ د ورکولو په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان د رايو په اکثريت سره تاييد کړ.

په داسې حال کې چې دغه فرمان د ولسي جرګې د يو شمير غړو لخوا د هيواد د اساسي قانون پرخلاف بلل شوی خو د مشرانو جرګې يو شمير غړي وايي د ټاکنو په قانون کې کوچيانو ته د لسو چوکيو ورکول هم د يوه امتياز په توګه په پام کې نيول شوې دې.

د مشرانو جرګې ریس، فضل هادي مسلمیار وايي: «هندوانو ته په ولسي جرګه کې د یوې څوکۍ د ځانګړي کولو په تړاو د ولسمشر فرمان د رایو په اکثریت سره تصویب شو، خو اوه رایې مخالفې وې.»

د دې فرمان له مخې يوه څوکۍ د هيواد هندوانو ته په پام کې نيول کيږي او که هندوان د ولسي جرګې په ټاکنو کې کمې رايې هم ترلاسه کړي دوي ته يوه چوکۍ ورکول کيږي.

ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې د دواړو جرګو په ګډ کميسيون کې د دې فرمان برخليک روښانه شي. په مشرانو جرګه کې د هندوانو یوې استازې، انارکلي هنریار وویل: «د مشرانو جرګې ننۍ پریکړه وروستۍ ده، خو ددغه فرمان برخلیک به د دواړو مجلسونو په مختلط کمیسون کې روښانه شي، زه هیله لرم چې مختلط کمیسون دا تایید کړي.»

په اوسني وخت کې د ولسي جرګې د څوکيو شمير ۲۴۹ ته رسيږي، ولسمشر کرزي د دې فرمان په صادرولو سره له ولسي جرګې څخه غوښتي د هيواد هندوانو ته د امتياز په توګه د يوې څوکۍ په ورکولو سره د څوکيو شمير ۲۵۰ ته زيات شي خو د ولسمشر دغه غوښتنه د دوهم ځل لپاره د ولسي جرګې لخوا رد شوې ده، لومړی ځل د ټاکنو د قانون په طرحه کې او دوهم ځل هم په يوه تقنيني فرمان کې چې د ولسمشر لخوا صادر شوی دی.

مشرانو جرګې په ولسي جرګه کې هندوانو ته د یوې څوکۍ د ځانګړي کولو په اړه د ولسمشر حامد کرزي تقنیني ف

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه