یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې د طالبانو دویم لوړپوړی کس او د قطر سیاسي دفتر رییس ملاعبدالغني برادر، د دوحې په لور حرکت کړی دی څو له امریکې سره په غونډه کې ګډون وکړي.
ټاګل شوې ده چې د طالب او امریکايي استازو پنځمه غونډه د دوشنبې په ورځ (د کب په ۶ مه ) د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړېږي.
په دغې ناسته کې، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور څرنګوالي او همدارنګه دا چې افغانستان د نورو هېوادونو په وړاندې ګواښ نه وي پرېکړه به وشي.
دا غونډه چې د افغان سولې بهیر د پرمختګونو لپاره یوه برخلیک ټاکوونکې هغه ګڼل کېږي، افغان حکومت هیلهمن دی چې دواړه لوري به د اوربند په اړه سره هوکړې ته ورسېږي.
ملاعبدالغني برادر، د طالب ډلې یو له بنسټ اېښودونکی، تېره میاشت د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د مرستیال او همدارنګه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د رییس په توګه وګومارل شو.
ملابرادر، پاکستان کې له څو کلونو بند وروسته په لړم میاشت کې ازاد شو. پاکستانۍ رسنیو هغه وخت رپوټ ورکړ چې هغه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سپارښتنه ازاد شوی څو د افغانستان د سولې بهیر زمینه برابره کړي.
ملاعبدالغني برادر په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستاني او امریکايي ځواکونو لخوا په پاکستان کې ونیول شو.