ملي دفاع وزارت د دې پخلی کوي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملافضل الله تېره شپه د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وژل شوی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي چې په دغه برید کې د پاکستاني طالبانو د تحریک څلور نور قومندانان هم وژل شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د ملا فضل الله د وژل کېدو په اړه رپوټونه خپرېږي.
ملافضل الله په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې د حکیم الله محسود پر ځای د دغې ډلې مشر وګمارل شو.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ډګرمن مارټین اوډونیل د دې پخلی وکړ چې امریکايي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ په کونړ کې د ترهګرۍ پر ضد یو برید ترسره کړ چې په هغه کې د ترهګرې ډلې مشر په نښه شوی دی. خو هغه د دغه کس د پېژاند په اړه څه نه دي ویلي.
هغه همدارنګه وویل چې امریکا يي ځواکونه د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند ته ژمن دي. خو په دې اوربند کې داعش، القاعده او نورې وسلهوالې ډلې شاملې نه دي.
هغه طلوع نیوز ته وویل:«امریکايي ځواکونو د جون په دیارلسم په کونړ ولایت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې ته نېږدې د ترهګرو پر ضد یو برید ترسره کړ چې د ترهګرۍ ډلې یو مشر یې په نښه کړ.»