Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۶۵۰۰ جنګیالي شتون لري

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو موندنې ښيي چې څه د پاسه ۲۵ زره تنه بهرني جنګیالي له ۱۰۰ هېوادونو څخه د القاعدې او داعش څخه په ملاتړ د افغانستان په شمول په څو هېوادونو کې جګړه کوي.

د دغو موندنو پر بنسټ د دغو جنګیالیو یوازې ۲۲ زره تنه په عراق او سوریې کې د القاعدې او داعش په لیکو کې جګړه کوي په داسې حال کې چې د القاعدې او داعش په استازیتوب ۶۵۰۰ بهرني بلواګر په افغانستان کې په جګړې بوخت دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون یو غړی وايي چې په افغانستان کې د ناټو د جګړه‎ییز ماموریت د پای څخه وروسته بهرنيو جنګیالیو د جګړې په مشرۍ کې شتون موندلی دی.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړي خالد پشتون څرګنده کړه: " په خواشینۍ سره باید ووایم چې له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته په افغانستان کې دننه د بهرنیو جنګیالیو شمېر ډېر زیات شوی دی چې دغه کسان په هلمند، زابل، لوګر او په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې فعالیت لري او د هغوی ونډه د جګړۍ په مشرۍ کې ده، په دغو ولایتونو کې د سیمې خلک دا تاییدوي".

خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د هېواد امنیتي ځواکونه د بهرنیو ترهګریزو شبکو د فعالیتونو څرنګوالی د کره کتنې لاندې لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړه: " موږ پخوا افغانستان ته د بهرنیو جنګیالیو له هغې ډلې ازبک او چچن د راتلو شاهد وو؛ خو هېڅ یوې دغې ډلې ته به اجازه ورنه‎کړل شي ترڅو هېواد له ګواښ سره مخ کړي".

دغه رپوټ زیاتوي چې وړاندې له دې د ازبکستان اسلامي غورځنګ د افغانستان په شمال کې ویلي دي چې وروسته له دې به په توند ډول فعالیت وکړي.

د ازبکستان اسلامي غورځنګ، هغه ترهګره ډله چې ۱۴ کاله وړاندې یې د افغان طالبانو د مشر ملا محمد عمر تر مشرۍ لاندې فعالیت کاوه، خو اوس مهال یې د ملا عمر له مشرۍ څخه سرغړونه کړې ده.

په افغانستان کې د دغې ډلې یو مشر وايي چې ملا عمر په تېرو ۱۳ کلونو کې نه‎دی لیدل شوی او د اسلامي شریعت پر بنسټ نه‎شي کولای له دې څخه زیات د مسلمانانو مشر وي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو موندنې ښيي چې څه د پاسه ۲۵ زره تنه بهرني جنګیالي له ۱۰۰ هېوادونو څخه د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه