د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په اړه یو رپوټ خپور کړی او پهکې لیکل شوي، چې د ټاکنو په اړه مهمې پرېکړې لا هم په خپل ځای پاتې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دې درې میاشتني رپوټ په اړه د امنیت په شورا کې د دوشنبې پر ورځ خبرې وشوې.
په غونډه کې پر دې ټینګار شوی، چې د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی.
په ورته وخت کې روسیه ادعا لري، چې په افغانستان کې د داعش څه باندې ۷ زره تنه وسلهوال فعالیت لري.
بل لور هند، د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې دې د طالبانو په ګډون په ترهګرو ډلو بندیزونه ولګوي.له دې سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو سازمان په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ، د پاکستان د اوږدمهالي سیاست له کبله دی.
د ملګروملتو د امنیت شورا ۱۵ غړو او څو نورو هېوادونو د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د یونما د روان کال د وروستیو درېیو میاشتو د رپوټ په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
د دغې غونډې په پيل کې په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړی استازی د رڼو ټاکنو د نه ترسره کېدو په اړه د اندېښنو خبره کوي خو په دې ځای کې د نوموړي او د نړۍ د هېوادونو د استازو لویه اندېښنه د افغانستان د ناسم امنیتي وضعیت په اړه ده.
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا دایمي غړې مېشل سزن په دې اړه وویل:«د حکومت مخالف وسلهوال تر ډېره په هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلې مسوول دي، د دغو ډلو بریدونه تر ډېره بې تناسبه دي او تاوتریخوالي یې هماغه شان روان دي، هره ورځ په نویو تاوتریخواليو هم لاس پورې کوي.»
په ورته وخت کې روسیه د افغانستان په شمال کې د داعش د فعالیتونو د پراختیا خبره کوي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ملي امنیت په شورا کې دایمي غړی واسیلي نبنزیا څرګندوي:« موږ په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د ترهګرو د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښمن یوو، په تېره بیا په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو په پراختیا اندېښنه لرو، دا ډله هڅه کوي په شمالي ولایتونو کې ريښې وځغلوي، زموږ د شمېرو له مخې په اوسني وخت کې په افغانستان کې څه د پاسه ۷ زره داعش جنګیالي فعالیت لري.»
په دغې غونډه کې د هند استازی ټینګار کوي چې په افغانستان کې د طالبانو په ګډون پر ورانکارو ډلو د ۱۹۸۸ ګڼې پرېکړه لیک له مخې چې په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې د ملګروملتو د امنیت شورا لخوا منل شوی باید پرې بندیز ولګول شي.
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د هند دایمي استازی سید اکبرالدین وايي:« طالبان، حقاني ډله، القاعده، داعش، طیبه لښکر، جیش محمد او نورې دغه ډول ډلې ټولې ترهګرې دي، باید له دغو ډلو سره د ترهګرو په شان چلند وشي او فعالیتونه یې باید توجیه نهشي.»
له بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي چې د افغانستان اوسني امنیتي ګواښونه د پاکستان د اوږدمهاله سیاستونو حاصل دی.
د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني وویل:«په داسې حال کې چې زموږ هېواد د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سرغړونو په ګډون له فتنه اچوونکو فعالیتونو سره مخامخ دی، افغانستان هڅه کړې چې اختلافونه له سولهییزو لارو حل کړي، موږ په دې وروستیو کې پاکستان ته د سولې، امنیت او نېکمرغۍ په اړه له دولت سره د دولت د خبرو فرصت ورکړی دی.»
له دې سره سره په دغه غونډه کې ډېریو هېوادونو ټینګار وکړ چې د افغانستان کړکېچ پوځي حل لاره نهلري او له حکومت سره خبرو ته د طالبانو د اړایستلو لپاره هڅې باید زیاتې شي.