د غزني امنیه قومندان وايي، ځانمرګي بریدګر چې په ځان پورې یې چاودېدونکي توکي تړلي وو، موخې ته رسیدو مخکې وچول، او په خپله بریدګر له منځه ولاړ.
د یاد ولایت امنیه قومندان، امینالله امرخېل وايي چې دا پېښه نن(پنجشنبه د سلواغې ۷مه) ترهګر کله چې غوښتل ورسره چاودېدونکي توکي د پولیسو پوستې ته نېږدې وچوې، خو موخې ته له رسېدو مخکې وچاودېدل.
ښاغلي امرخېل زیاته کړې چې په دې پیښه کې دوه تنه ملکې کسان ټپیان شوي دي.