د امریکا متحده متحده ایالاتونو دفاع وزیر، جیمز مټیس کابل ته د خپل ناڅاپي سفر په ترڅ کې دوشنبې( د غويي۴مه) د افغانستان حالاتو په اړه د ناټو غوڅ ملاتو قومندان جنرال جان نیکلسون سره خبرې وکړې.
نوموړي له افغان چارواکو سره تر خبرو اترو ورسته په خبري ناسته کې پر سرداد محمد داوود خان روغتون او ۲۰۹ شاهین قول اردو بریدونه خونړي او طالبان یې بېرحمه دښمنان وبلل او دا بریدونه یې وغندل.
ښاغلي مټیس څرګنده کړه:"دوی څه چې ترسره کوي دا ښکاره کوي چې ولې موږ سره همکار یوو تر څو( طالبانو) ته ماته وکړو."
د امریکا دفاع وزیر ټینګار وکړ چې افغانستان ته یې د سفر موخه د افغان چارواکو سره خبرې اترې او د حالاتو څېړنه ده.
دې لوړپوړي امریکايي چارواکي وویل چې ورسره پلاوی به د افغانستان له حالاتو څېړنه ولري او راپور به یې ولسمشر ټرمپ ته وړاندې کړي.
مټیس وړاندې وویل:"موږ د افغانستان راتلونکې لپاره به له افغانانو سره اوږه په اوږه حرکت وکړو."
ده ننګرهار کې د داعش پر پټنځایونو د مور بم برید ته په اشارې وویل چې دا ډول بریدونه داعش ته ښکاره پیغام لري.
ده زیاته کړه:"دې داعش ته روښانه پیغام واستوه، هغه دا چې که دلته راشئ نو له منځه به یوړل شئ. موږ د داعش له منځه وړو لارې چارې لټوو چې په افغانستان کې ورته ځای ونه وسي."
د امریکا دفاع وزیر وویل چې ډېر شمېر افغانان نه غواړي چې طالبان بیا واک ته ورسېږي.