Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناامنۍ او اداري فساد سوداګرو پر وړاندې ستونزې

د ولسمشرۍ ماڼۍ دوهم مرستیال، محمد سرورو دانش په هېواد کې د سوداګرو پروړاندې لوی خنډونه ناامنۍ، اداري فساد او بروکراسي بولي.

نوموړي چې نن( دوشنبې د غويي۳۱) د "عدالت، او اوږدمهال پرختیا لپاره ښه حکومتولي" تر نامه لاندې ناسته کې خبرې کولې، د سوداګرۍ په قوانینو کې د اصلاحاتو پر راوستو او د سوداګرو ستونزو د هوارۍ په موخه د ګډې کمېټې پر جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي دانش وویل:«جګړه، نا امني او تاوتریخوالی د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې خنډ دی، بروکراسي او اداري کړکیچ چې اړتیا یې نشته د کار د چټکتیا مخنیوی کوی او اقتصاد ته زیان رسوي. اداري فساد هم د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې بله ستونزه ده.»

صنایعو خونو چارواکي هم د سوداګرو پر وړاندې د سړو تښتونو لخوا د دوی د کورنیو غړو تښتونې، د مالیاتو زیاتوالی او په قوانینو کې ستونزې، لوی خنډونه بولي.

د یادو خونو مرستیال، خان‎جان الکوزي څرګنده کړه:«امنیت جدي ستونزه ده، د مجرمینو ترشا زورواکي دي، کله چې محکمې ته ځې، ورسره اړیکه نیول کيږي چې خوشې شي او قاضي اړ کوي او وژني يې.»

په قوانینو کې ستونزې او بې‎عدالتي د سوداګرو پر وړاندې بله ستونزه بلل کېږي.

په دې ناسته کې د سترې محکمې رئیس، سیدیوسف حلیم وویل:«عدالت هغه ملکه ده چې ټولنه د ټیکاو خوا ته بیایی، د ښې حکومت‎ولي او پراختیا لپاره زمنیه برابروي، او موکه ورکوي چې پانګه‎وال په ښه توګه خپل کار مخې ته بوځي.»

همداراز د هېواد لوی څارنوال، فرید حمیدي زیاته کړه:«دولت له فساد سره د مبارزې له لارې حق تلفي مخه نیسي او د سړي تښتوونو مخنیوي له لارې سوداګریو ته د امنیت تامین زمنیه برابروي.»

خو د یادو ستونزو هوارۍ په موخه د ملي یووالي حکومت ژمنې څه دي.

اجرائيه رئیس، عبدالله عبدالله وویل:«په دې برخه کې انشاالله پرېکنده چلند کېږي، هیڅ ډول مسامحه به نه کیږي؛ تېر وخت کې وه خو تاسو به په یاد وي چې نن هم ستونزه شده، تاسو له موږ سره مرسته وکړئ، تاسو قضا، لویې څارنوالۍ او پولیسو سره خرسته وکړئ چې خدای مکړه داسې پېښې تکرار نشي.»

ټاکل شوې ده چې د سوداګرۍ او صنایعو خونوو د لویې څارنوالۍ، اقتصاد وزارت، عدلیې او کورنیو چارو وزارت په ګډه سره د سوداګرو ټولې ستونزې وڅېړي او په پای کې یې د حل لارې په موخه خپل وړاندیزونه وکړي.

ټاکل شوې ده چې د سوداګرۍ او صنایعو خونوو د لویې څارنوالۍ، اقتصاد وزارت، عدلیې او کورنیو چارو وزارت په ګډه سره د سوداګرو ټولې ستونزې وڅېړي او په پای کې یې د حل لارې په موخه خپل وړاندیزونه وکړي

شریک یي کړئ