Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناټو د افغانستان لپاره خپل مُلکي استازی معرفي کړ

د شمالي اتلانټیک سازمان یا ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، سټیفانو پونټیکورو یې په افغانستان کې د ناټو مُلکي استازي په توګه معرفي کړی دی.

سټیفانو پونټیکورو له دې مخکې په پاکستان کې د اېټالیا د سفیر په توګه، دنده ترسره کړې ده.

په هغې بیانیه کې چې د ناټو د عمومي منشي له خوا خپره شوې راغلي دي:«خوشحاله یم چې اعلانوم، چې سفیر سټېفانو پونیکورو به په افغانستان کې د ناټو د مُلکي استازي په توګه کار وکړي. سفیر پونټیکورو د جون میاشتې له لومړۍ نېټې څخه په دې برخه کې خپل کار پيل کړي. دی په ډیپلوماسي کې لوړه تجربه لري، د افغانستان په برخه کې هغه هم په یوه ستر سیمه ییز اړخ کې تجربه لري.»

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه چې هغوی د افغانستان په حساس وضعیت کې، له سفیر پونټیکورو له نږدې به کار وکړي او اړتیا ده چې ټول سره لاسونه ورکړي د سولې او له کووېډ نولس سره د مبارزې په هکله کار وکړي.

د ناټو په افغانستان کې د اېټالیا له ماموریته هم ستاینه کړې او زیاتوي:«زه له افغان ځواکونو سره د مرستې په برخه کې د اېټالیا له ژمنې هرکلی کوم، هغه ځواکونه چې وکړای شي د سولې ټینګښت لپاره زمنیه برابره کړي.»

هغه زیاته کړه:«اېټالیا د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې یو له مهمو هېوادونو دی چې کار کوي او تجربه لرونکي او زړور عساکر یې د خدمت په حال کې دي، اېټالیا همدارنګه افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې ته دوام ورکوي او د افغانستان د اقتصادي ودې په درشل کې هم ونډه لري.»

د ناټو سرمنشي همدارنګه زیاته کړه چې د ناټو دغه غړي هېوادونه د افغانستان اوږد مهاله امنیت ته به ژمن دي او دغه کار د ناټو سازمان امنیت سره هم مرسته کوي.

سټولټنبرګ په افغانستان کې د ناټو د پخواني مُلکي استازي نېکلاس کي له خدمتونو هم ستاینه وکړه.

نېکلاس کي په افغانستان کې د ناټو د مُلکي استازي په توګه له ګومارنې مخکې، یو کال په کابل کې د برېټانیا د سفیر په توګه کار کړی و او همدارنګه د سوېلي اسیا د سیمې په اداره کې د افغانستان او پاکستان په برخه کې د رییس په توګه د کار تجربه په کارنامه کې لري.

ښاغلي کي همدارنګه په سومالیا کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي په توګه کار کړی دی.

شریک یي کړئ