د پروان ولایت د پولیسو یو چارواکی وايي چې د دغه ولایت د مرکز چاریکارو شار د «صیادانو» کلي ملک، میرویس خان ناپېژاندو وسله والو وژلی دی.
د یاد ولایت د دوهمې امنیتي حوزې امر، مبارز سالنګي وايي چې پېښه تېره ورځ(چهارشنبې د غبرګولي په ۲۱مه نېټه) له غرمې وروسته شوې ده.
ښاغلی مبارز وايي چې د پېښې لامل تر اوسه پورې نه دی څرګند، خو پولیسو خپلې څېړنې پیل کړې دي.
د شاهدانو په خبره چې وسله والو کسانو له دزو کولو وروسته تښتېدلي دي.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.