Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نجراب کې د وسلو وېش د دغې ولسوالۍ د خلکو اندېښنې راپارولې دي

د کاپیسا سیمه ییز چارواکي او په ولسي جرګه کې د خلکو استازي وايي چې د دې ولایت په نجراب ولسوالۍ کې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د ولسي پاڅون کوونکو په نامه ۴۰۰ کسانو ته د حکومت له لوري وسلې وېشل شوې دي. د نجراب ولسوال هم وايي چې دغه ځواکونه د ملي امنیت ملاتړ له ځان سره لري. 
 
د یادي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د نویو جوړو شویو ملېشو شتون په نجراب کې وحشت رامنځته کړی او د امنیت د تامین په برخه کې يي هېڅ لاسته راوړنه نه ده درلودلې.
 
یو شمېر سرچیني وايي د نجراب تر څنګ د کاپیسا په دوو نورو ولسوالیو کې هم د حکومت له لورې لسګونه کسانو ته وسلې وېشل شوې دي. 

هغه څه چې د کابل د ختیځ په ۱۲۰ کیلومټرۍ کې د نجراب غرنۍ ولسوالۍ ته زموږ د تګ لامل شوي؛ د حکومت له لوري د ولسي ځواکونو په نوم د دې سیمې د سلګونه اوسېدونکو وسله وال کول دي.

د نجراب ولسوال وایي چې په دې ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو مشري د درېیو سیمه ییزو قومندانانو له لوري کېږي او د هغوی شمېر ۷۵۰ تنو ته رسېږي.
 
د نجراب ولسوال عبدالقدوس مجددي وايي:«دوی یې په یوه دوه ځایونونو کې مسوول دي، یو یې قومندان ګل حمید دی، ۲۵۰ یا ډېر کسان لري بل یې قومندان شتاب دی او یو بل یې هم قومندان غبار دی یعنې درې قومندانان لري.»

د نجراب ولسوالۍ د دره کلان سیمې اوسېدونکي او مخور وایي چې په دې ولسوالۍ کې ولسي پاڅونوال د خلکو له مشورې پرته ټاکل شوي دي او د دغو کسانو له هویته خبر نه دي.

د دوی په وینا د دې ولسوالۍ د ولسي پاڅونوالو قومندانان د ولسي جرګې ځينو غړو ته نږدې کسان دي.
 
قومي مشر هدایت الله عیار څرګنده کړه:«کله چې موږ سوله رارمنځته کوو، نو د وسلې وېش په څه معنا، سوله له ټوپ سره نه ده، سوله له قلم سره ده، سوله د افکارو په ادلون بدلون سره ده.»

د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکی عنایت الله هم وویل:«پاڅون د ځنګله یو قانون رامنځته کړی دی، په یوه هېواد کې چې هېڅ قانون نه وي، دا ډول یو حالت رامنځته کېږي، هرڅوک د ځنګله له یوه برخې له کلاشنیکوف سره ستا لار ونیسي.»

د ولسي پاڅونوالو قومندان چې د نجراب په چهار دره کې د ځينو دغو ځواکونو مسوولیت پرغاړه لري وایي چې دغو ځواکونو ته د ملي امنیت له لوري وسله ورکړل شوې ده او معاش هم ورکول کېږي.
 
خو ملي امنیت په دې تړاو څه نه وایي.

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي:«شونې ده چې دافغانستان متحدینو، د افغان امنیتي ځواکونو په هکله خپلې مرستې یا خپله پاملرنه کمه کړي، په هغه صورت کې ښايي ملېشه کړای شي په دغې جګړه کې ښکېل شي.»

تر دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له طلوع نیوز سره په مرکه کې د امنیتي میثاق د پروګرام په اډانه کې د هرډول ملېشو جوړول رد کړي دي.

سرچینې وایي چې پر نجراب ولسوالۍ سربېره د کاپیسا په تګاب او اله ساي ولسوالیو په ځينو برخو کې هم د دولتي ځواکونو ترڅنګ د حکومت له لوري پر خلکو هم وسلې وېشل شوې دي؛ خو تر دې وړاندې د شمال د خلکو ځينو استازو او سیاستوالو د حکومت دا اقدام ملېشه جوړول بللي دي او دا کار یې له طالبانو سره د سولې پر وړاندې خنډ بلل دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه