نن چهارشنبې له غرمې مخکې نسبتاً یوې شدیدې زلزلې افغانستان، پاکستان، تاجیکستان او هند یې ولړزاوه.
د پلازمېنې اوسېدونکي چې کابو له یوه کال وروسته د داسې یوې زلزلې شاهد وو، په بیړه او حیرانتیا له کورونو او دفترونو څخه راووتل.
په کابل کې د زلزلې دوه څپې احساس شوې چې دواړه پرلهپسې وې.
د امریکې د ځمکپوهنې ادارې ویلي دي چې دغه زلزله د ریکټر ۱.۶ درجه ښودلې ده.
د دغې زلزلې مرکز د افغانستان په شمال د بدخشان جرم ولسوالۍ ښودلې شوې ده.
د بدخشان له جرم ولسوالۍ څخه رپوټونه رسوي چې د دغې زلزلې له امله ځينو کورونو زیان لیدلی او ځينې څاروي هم لهمنځه تللي دي.
له پاکستان څخه هم لومني رپوټونه رسوي چې په بلوچستان کې د ځينې ودانیو د دغې زلزلې له امله زیان لیدل دی.
د پاکستان د رسنیو د رپوټ پر بنسټ، په نننۍ زلزله کې په دغه هېواد کې یو تن وژل شوی هم دی.
په افغانستان کې د دغې زلزلې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.