د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په ننګرهار ولایت کې د داعش یوه قومندان په ګډون د دې دلې ۱۰ غړي وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې څو کلي هم د داعش ډلې څخه پاک شوي دي.
ویل شوي چې د داعش ډلې وژل شوی قومندان، حمزه نومېده.
خبرپاڼې د افغان ځواکونو دې عملیاتو په ترڅ کې د یادې ډلې له ۶ غړو له ټپي کېدو هم خبر ورکړی دی.
همداراز خبرپاڼې زیاته کړې ده چې افغان ځواکونو دې عملیاتو کې یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.