د ننګرهار ځايي چارواکو د شنبې په ورځ (د وږي په ۳ مه) ویلي چې د دغه ولایت د ټاکنو کمېسیون سیمهییز دفتر تهڅېرمه یو ځانمرګی برید شوی.
د پېښې شاهدان وايي چې دغه برید په جلال اباد ښار کې د ټاکنیزو اعتراض کوونکو په منځ کې شوی دی.
تراوسه د دوه تنو مړي او څلور ټپیان د جلال اباد روغتونونو ته لېږدول شوي دي، خو ځينې رپوټونه شته چې ښیي په دغه برید کې پنځه تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی د دغه برید له پخلي سره وايي چې د یوه تن ټپي وضیعت د اندېښنې وړ دی.
ښاغلي خوږیاڼي د چاودنې د ډول په اړه څه ونه ویل. بلخوا تراوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.