د ننګرهار ولایت سیمهييزو چارواکو دوشنبې( د غبرګولي۸مه) ویلي دي چې ۴ تنه پاکستاني وګړي یې د هېواد په ختیځ کې نیولي دي.
دا چارواکي زیاتوي چې یادو کسانو غوښتل له داعش ډلې سره یوځای شي.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی د دې خبر له تائید سره څرګندوي چې څلور پاکستاني وګړي تېره ورځ د روداتو ولسوالۍ په کوچیانو سیمه کې نیول شوي دي.
د ننګرهار والي ویاند په دې اړه نور جزئیات ورنکړل.
ښاغلي خوګیاني وویل چې له نیول شویو کسانو پوښتنې ګروېګنې روانې دي.