ملي امنیت ریاست نن(چهارشنبې د غبرګولي پر دوهمه) رسنیو ته د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، په ننګرهار کې یې د ترهګرو یوه دیارلس کسیزه ډله نیولې ده.
د ملي امنیت ریاست خبرپاڼه کې په دې هکله راغلي چې سرتېرو یې د طالبانو د یوې شبکې دا دیارلس غړي په څو بېلابېلو عملیاتو کې نیولي دي.
نیول شویو کسانو ملي امنیت ته په خپلو ترهګریزو فعالیتونو اعترافونه هم کړي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.