Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نورستانی د فډرال محکمې له لوري د ناقانونه پیسو پر اخیستو تورن شوی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی غړی او د افغانستان د مشرانو جرګې اوسنی غړی احمد یوسف نورستانی د امریکا متحده ایالاتو د یوې فډرالي محکمې له لوري په درغلۍ او د ناقانونه پيسو پر اخیستو تورن شوی دی.

ښاغلي نورستاني اعتراف کړی چې په ناقانونه توګه او په پټه یې د امریکا له حکومته ۱۰۰ زره ډالر ترلاسه کړي دي.

د هغو څرګندونو پر بنسټ چې د امریکا متحده ایالاتو د کلفورنیا سوېلي سیمه کې د څارونکو دفتر کړي دي، ښاغلي نورستاني په دغه هېواد کې د ټولنیز تامین یوه بنسټ ته دروغ ویلي دي.

ښاغلي نورستاني دغه پیسې د ۲۰۱۵ او ۲۱۰۸ز کلونو په منځ کې د کلفورنیا په سوېلي سیمه کې د څارونکو له دفتر څه ترلاسه کړي دي.

د دغه دفتر په څرګندونو کې همدارنګه راغلي دي. چې د عمومي اموالو غلا لس کاله بند او ۲۵۰ زره ډالره جریمه لري.

ښاغلي نورستانی باید د ۲۰۲۰ز کال د مارچ په ۹ بیا ځلې محکمې ته حاضر شي.

د کلفورنیا په سوېلي سیمه کې د څارونکو دفتر له هغو کسانو سره چې مالي وس یې کم وي، اقتصادي مرسته کوي. دا په داسې حال کې ده چې یوسف نورستاني، اته میاشتې مخکې هم په افغانستان کې د ادارې فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي بنسټ له خوا د خپلو وظیفوي واکونو څخه د ناوړې استفادې په تور په یو کال او یوې میاشتې تنفیذي بند او یو مېلیون افغانیو پر ورکړې محکوم شوی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه