Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نیویارک کي افغان ډپلوماټ چې خپله مېرمن وهلې کابل ته راغوښتل شوی

د بهرنیو چارو وزارت د سې‎شنبې په ورځ وویل افغان ډیپلوماټ محمد یما عیني چې په نیوریاک کې یې خپله مېرمن وهلې وه کابل ته رابلل شوی دی.

امریکايي رسنۍ په نیویارک کې د یوه افغان ډپلوماټ لخوا د خپلې مېرمنې د وهلو ټکولو راپورونه خپاره کړې دي‎.

رسنیو زیاته کړه ده چې محمد یما عیني خپله مېرمن، مژګان سخته وهلې، خو د ډپلوماتیک خوندیتوب درلودو له امله نه دی نیول شوی.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې یاد ډپلوماټ به د افغانستان قوانینو پر اساس تر څار لاندې ونیول شي.

د یاد وزارت ویاند، شکیب مستغني څرګندوي:«د بهرنیو چارو وزارت د یوه رپوت پر بنسټ چې په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له استازولۍ څخه استول شوی وه، دا خبر یې پیدا کړ. وزارت په پام کې لري چې دغه ډیپلومات کابل ته راوغواړي.»

د نیویارک پست خبر له مخې یما په امریکا کې د ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی دی، نوموړي په کور کې د خپلې مېرمنې، مژګان عیني تر وهلو ټکولو وروسته هغه د شنبې پر ورځ( د چنګاښ۳۱مه) روغتون ته لېږدولې ده.

مژګان د روغتون ډاکټرانو ته ویلي دي چې مېړه یې د هغې وېښتان کش کړي، په څپېړه او سوکانو یې وهلې ده، ویل شوي چې د هغې پر ښی سترګه د وهلو ټپ هم ښکارېدو.

یما عیني ۴۶ کلن دی او مېرمن یې ۳۰ کاله عمر لري.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو برخه کې غړیتوب ته نوماند دی. خو قانون پوهان وایي، ښایي د یما دا کار، د ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو غړیتوب کې د افغانستان نوماندۍ باندې اغېز پرېنږدي.

دغه افغان ډپلوماټ د خپلې مېرمنې وهل ټکول رد کړي دي.

د یاد ډپلوماټ مېرمنې، مژګان روغتون کې کارکوونکو ته ویلي دي چې خاوند یې وهلې ټکولې ده او پر مخ یې هم د تاوتریخوالي نښې هم وې

شریک یي کړئ