Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نیکلسن: روسیه افغانستان کي د پرمختګونو مخه نیسي

افغانستان کې غوڅ ملاتړ عمومي قومندان، جنرال جان نیکلسن ویلي دي چې روسیه د افغانستان بې‎ثباتۍ او له امریکا سره د ائتلافي شریکانو ترمنځ د اختلافونو د اختلافونو رامنځته کولو څخه لاس نه اخلي.

نیکلسن چې د نن(یک‎شنبې د وږي۱۱مه) خپل مسوؤلیت سکاټ ميلر ته لیږدوي، په سیمه کې د روسیې موخو په اړه په داسې حال کې شک څرګند کړ چې په دې وروستیو کې د افغان دولت سره د طالبانو روغې جوړې هڅو خبرونه خپاره کېږي.

ده امریکا غږ ته ویلي دي:«موږ پوهېږو چې روسیه هڅه کوي افغانستان کې پوځي لاسته راوړنې او پرمختګونه کمرنګه کړي.»

وړاندې یې ویلي دي:«دا پټه خبره نه ده چې روسیه د داسې موکې په هڅه کې ده چې د امریکا متحده ایالاتونو او مرکزي آسیا کې له شریکانو په ځانګړې توګه له افغانستان سره ستونزې پیدا کړي.»

مخکې له دې هم امریکايي چارواکو افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ او دې ډلې ته د وسلو چمتو کولو باندې تورنه کړې وه.

روسیې دا تورونه تل رد کړي او ویلي یې دي چې له طالبانو سره ډپلوماتیکې اړیکې لري.

په دې وروستیو کې امریکا متحده ایالاتونه او روسیه هڅه کوي چې د طالبانو او افغانستان حکومت ترمنځ سوله وشي.

ټاکل شوې وه چې روسیه د روانې زیږدیز میاشتې په ۴مه د افغانستان، طالبانو او امریکا ترمنځ د نورو هېوادونو په ګډون ناسته ترسهر کړي، خو دا ناسته وځنډول شوه او ولسمشر غني هم دې ناسته کې د ګډون غوښتنه رد کړه.

له بلې خوا امریکا متحده ایالاتونه د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرو اترو ته هیله‎منه ده.

ښاغلی نیکلسن په دې اند دی چې روسیه هڅه کوي تر څو د امریکا متحده ایالاتونو اړیکې په مرکزي آسیا کې د دوی له شریکانو سره خړې کړي

شریک یي کړئ